هېواد کې د وزګارتیا کچه ۲۴ سلنو ته لوړه شوې

هېواد کې د وزګارتیا کچې د کمولو په موخه د کار ملي کنفرانس جوړ شو.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر فیض‌الله ذکي د کار ملي کنفرانس لومړۍ غونډه کې وویل، د هېواد په کچه د هغو کسانو شمېر ۲ میلیونو ته رسېږي چې کار ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، اوس‌مهال هېواد کې د وزګارتیا کچه هم ۲۴ سلنه ده.

ښاغلی ذکي وايي، دې کنفرانس کې به په‌دې بحث وشي چې راتلونکیو کلونو کې په کومه کچه کاري موکې برابرې شي، کومې اقتصادي څانګې څومره شمېر کاري موکې لري، کومو پالیسیو او منابعو ته اړتیا ده او د کاري موکو پر وړاندې خنډونه موجود دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، پر ستونزو سربېره ‌د کارموندنې په برخه کې ځېنې ګامونه پورته شوي او کابینې هم د کاري موکو برابرولو په اړه ۵ مقررې تصویب کړي او په ۳ نورو کار روان دی.

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د کار ملي کنفرانس غونډې ته وویل، حکومت د کارموندنې په برخه کې هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

نوموړي د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې د کاري موکو پر وړاندې خنډونه په ګوته او حکومت به د کاري موکو رامنځته کولو په برخه کې ورڅخه کار واخلي.

دا دوه ورځنی کنفرانس داسې مهال کار پیلوي چې هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ډېری کسان له قانوني او غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته د کارموندنې په موخه ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام