
د جوزجان امنیې قوماندان عبدالواحد وجدان سلاموطندار ته ویلي چې یوه لس کلن ماشوم د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې ځان غرغره کړی دی.
دا ماشوم محمد نومېده او د دولسم ټولګي زدهکوونکی و.
د وجدان په وینا، پېښه د شبرغان ښار په اشرف سیمه کې شوې ده.
عبدالواحد وجدان وايي، د یاد هلک جسد ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او تراوسه یې د ځانوژنې لامل نه دی روښانه.
د جوزجان امنیتي مسوولان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې دا دویم ماشوم دی چې ځان وژني.





