د کورونا د ۲۷۹ تازه پېښو ثبت؛ په یوه شپه او ورځ کې ۳۸ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۹۲ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۵ ولایتونو کې د ۲۷۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د دغه وزارت په وینا، د یادو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۹۵۱ ته لوړ شو.

وزارت زیاتوي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۳۸ اخته کسان مړه شوي او ۲۰۲ نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۸۶۴ کسانو د کورونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ زره ۳۶۶ بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، تر اوسه یې ۷۵ زره او ۷۴۷ نمونې کتلي چې له ډلې یې په ټول هېواد کې ۱۲ زره او ۷۲۱ هغه فعالې دي.

تر اوسه له ۱۱ میلیونه او ۳۸۶ زرو نه ډېر کسان په نړۍ کې پر کورونا اخته شوي دي. له دې ډلې له ۵۳۳ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۶ میلیونه او ۴۴۵ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام