په ولسوالیو کې د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې نږدې نیمايي مرکزونه تړلي دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان واييو د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې بهیر په دریم پړاو کې، په کلیو او بانډو کې د نوم‌لیکنې له ۲۹۱۷ مرکزونو نږدې نیمايي يې د جګړې او ناامنیو له امله بند دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي سلام‌وطندار ته وویل د هېواد کلیو او بانډو په کچه ۱۳۷۵ د نوم‌لیکنې مرکزونه تړلي پاتې دي.

عبدالعزیز، په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر تړل کیدو په اړه وايي چې کمېسیون په دغه ولایت کې د نوم‌لیکنې بهیر نه پلي کیدو په اړه سخت اندیښمن دی.

د دې کمېسیون د شمېرو پربنسټ د نوم‌لیکنې درېیو پړاونو کې تراوسه څه باندې ۶ میلیونو او ۶۰۰ زرو کسانو راتلونکیو ټاکنو ته نوم‌لیکنه کړې او ډیرژر به څلورم پړاو چې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو نوم‌لیکنې بهیر دی پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام