
سره له دې چې په ټول هېواد او ځانګړې توګه هرات ولایت کې د کورونا ویروس خپرېدل بره روان دي، دغه ولایت ته د حکومت له لږې پاملرنې نيوکو هم زور اخيستی دی.
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي نن د یوې خبري ناسې پرمهال د حکومت پر مرکزي ادارې او په ځانګړې توګه پر عامې روغتیا وزارت توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومت ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په هرات کې له کورونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې کړي دي؛ خو د هرات والي ته یې د دغو پیسو د مصرفولو واک نه دی ورکړی.
عليزی زیاتوي چې په دې ولایت کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې، ۱۵۰ میلیونه افغانۍ مصرف شوي؛ خو د تدارکاتو قانون کې د ځینو خنډونو له کبله د ۴۰۰ میلیونه افغانیو مصرفت واک نه دی ورکړل شوی.
عليزی له ولسمشر غوښتنه کوي چې په اوسنیو حالاتو کې هرات له هر بل ولایت ډېرې بودیجې ته اړتیا لري او باید دغه ولایت ته د ۴۰۰ میلیونه ځانګړيو شویو افغانیو د مصرف لپاره ځانګړی فرمان صادر کړي.
د هرات ولایتي شورا رییس د خلکو د معیشتي وضعیت په پام کې نه نیولو سره د ورځې ګرځبندیز لګولو په اړه نیوکه کوي او وايي چې د دې ولایت خلکو ته په عمل کې هېڅ ډول مرسته نه ده ورکړل شوې.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي دې ولایت ته د ۴۰۰ میلیونه افغانیو رالېږل تايیدوي خو د دې پيسو د مصرف صلاحیت نه لرلو په اړه روښانه ځواب نه وايي.
د هرات ولایتي شورا دې ولایت ته د حکومت د مرکزي ادارې له نه پاملرنې او همداراز په دې ولایت کې د ورځې ګرځبندیز سره د فقر او تنګلاسۍ په زیاتېدو نیوکه په داسې حال کې ده چې په تازه ګۍ سره د برېښنا عمومي اداره او د هرات مستوفیت د برېښنا له مشترکینو او مالیه ورکوونکو غوښتنه کړې چې هرڅه ژر د برېښنا لګښت او خپله مالیه تحویل کړي.





