بې‌وسۍ یو شمېر افغان مېرمنې له نورو سره ګرو کېدو ته اړ کړي

 له نورو کړاونو سره په  خوا کې ځینې افغانې میرمنې د ګروۍ ژوند ته هم اړ شوي، دلته ډیر شمیر میرمنې د اقتصادي ستونزو له کبله د نورو په کار ځایونو کې خورا درنو او ساعتونو وتلو اوږدو شیبو ته ملا ټیټوي، چې د څو پیسو په بدل کې تر هغې درانه او بې‌مزده کار وکړي څو یې چې پور نه وي پرې کړی.

د دوی په منځ کې داسې میرمنې هم شته چې د ډیرو لږو پیسو پور یې اخیستی او اوس د هغو په کور او یا کار ځای کې کار کوي، چې دوی ته پیسې ورکړي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې شیما هغه میرمنه ده، چې د لاسي توکو په یوه کارځای کې کرۍ ورځ ګنډل کوي .

شیما د مشرې له خوا د ډیرو کمو پیسو په بدل  کې ګرو نیول شوې ده او له کارځای سره به تر هغه کار کوي چې د هغې پیسې یې نه وي ورکړي.

 شیما اوس مجبوره ده د پور د احسان د درانده پیټې لاندې ورسپارل شوې هره دنده په پټه خوله وزغمي.

  شیما وایي، په شل کسیزه کورنۍ کې یوازې همدا ده چې د کورنۍ غړو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي؛ خاوند یې ناروغ دی او یو زوی یې له یوه موټروان سره کیلینر دی، چې د هغه په کمو پیسو یې ګُزاره نه کیږي.

شیما زیاتوي، په هغه کور کې ژوند کوي چې د خپل میړه له پلاره  ورته په میراث پاتې او له خپلو درېیو لیورو سره په‌کې ګډ دیره دي.

شیما د کاليو ګنډلو او د نورو وسایلو جوړولو په یوې کارخانه کې کارکوي، چې ددې کارخانې مشري د فروزان په نوم یوه میرمن کوي.

میرمن شیما وایي، چې څو میاشتې مخکې ورته د کارخانې مشرې فروزان د ۲۰۰ زره افغانیو د نیټې پور ورکړی و، خو دې ونه شول کولی چې په ټاکلي وخت د کارخانې د مشرې پور ور پرې کړي.

شیما زیاتوي، چې د نیټې له پوره کېدو وروسته د کارخانې مشرې له خوا تر هغې ګرو کړې شوه، چې ترڅو یې قرض نه وي ورپوره کړی.

شیما وايي، له فروزان یې ددې له‌پاره پور اخیستی و چې د بانک په پور کې یې ورکړي او پاتې هغوی په خپله د ګنډنې یو وړوکی کار مخ ته یوسي.

شیما فکر کولو چې په دې کار سره به وکولی شي خپل کار پرمخ یوسي او د میرمن فروزان له خوا ورکړل شوی پور به هم پرې خلاص کړي.

شیما زیاتوي، کار یې سر ونه نیوه او په قرض کې نوره هم بنده پاتې شوه.

"نوم مې شیما ده له دې میرمنې سره د خیاطۍ په برخه کې کار کوم ماته یې ۲ لکه روپۍ راکړې وې همدا د خیاطۍ له‌پاره مې اخیستې وې اوس نو مجبوره یم ترڅو چې د دې پیسې ورته ورکوم همدې سره کار وکړم د خیاطۍ په برخه کې او یا هم هر کار چې ووسي زه ترې سرغړونه و نه کړم د دې له‌پاره چې په ما یې پور دې خو زه هیڅ دا فکر نه کوم چې پور به یې دومره ژر خلاص کړم کله ورته کور کې کار کوم او کله هم کار ځای ته ځم د څلورو میاشتو له پاره یې راکړې وې که رښتیا ووایم له مکروریانو بړستنې هم راوړم هرکار چې وي سرغړونه ترې نه کوم."

میرمن شیما سره له دې چې د پخو ناروغي لري بیا هم کله چې خیاطي نه وي د خلکو کورونو ته د پاکارۍ له پاره ورځي  او له خپلې کورنۍ سره د لاس اړولو لپاره پیسې ګټي.

دا وایي، هغه کمې پیسې چې  دا دکورونو له پاکارۍ ترلاسه کوي په هغه باندې له یوه بل بانکه چې ۵۰زره افغانۍ ترې پوره وړې ده هغه خلاصوي نو حیرانه ده چې د خپلې مشرې پور به څنګه خلاصوي؟

شیما ته له دې وضعیته شکایت کول هم یوه ناځواني ښکاري او وايي په همدغه له کړاو ډک ژوند کې هم خوشاله ده او تمه لري چې یوه ورځ به یې پوره پرې او دا به دخپل کار څښتنه شي.

د ګنډلو په دې کار خانه کې، یوه بله میرمن چې کبرا نومیږي وایي، له خپلې مشرې نه یې سل زره افغانۍ اخیستې وې ترڅو په یوه نندارتون کې د خپل لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي، خو په نندارتون کې یې توکي و نه پلور شول او پیسې یې هم ولږول شوې.

کبرا وویل چې مشرې یې ورته ۶ میاشتې وخت ټاکلې و، چې باید د هغې پور ورخلاص کړي خو له بده مرغه چې دې پور ورته خلاص نه شو کړی؛ نوځکه د خپلې مشرې له خوا په ګروۍ ونیول شوه.

کبرا وایي، چې د سهار له ۸ بجو دغه کار ځای ته راځي او د مازیګر تر ۴ بجو کرۍ ورځ د پور په بدل کې کار کوي خو د ورځې په پای کې دې ته یوازې کرایه ورکول کیږي.

"نوم مې کبرا حسیني نبي زاده ده، یولک افغانۍ مې له دې میرمنې اخیستي دي دلته دې میرمنې ته جامې ګنډم یا بل هرکار چې دا راته ووایي مقصد له دې میرمنې مې یو لک افغانۍ اخیستي دي ترڅو چې یې پور ورته پرې نه کړم باید همدلته دې ته کار وکړم ۶ میاشتې د پور د ورکولو له وخته پوره شوي دي د ورځې یوازې د لارې کرایه راکوي بس افغاني جامې سرمیزي ټیکري سرپطلوني ورته جوړه وم پیسې مې د لاسي صنعایو د نندارتون له پاره اخیستې وې خو تراوسه مې یوازې یو نندارتون نیولې دی ځکه چې هرځای ته ځو نه مو پریدي د دې له پاره خلک ډاریږي چې ځانمرګی ونه شي".

کبرا زیاتوي، چې په کورنۍ کې یې یوازې یو زوی له سماوارچي سره کارکوي، چې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ورکوي او دا په دې هیڅ باورمنده نه ده چې دا پور به خلاص کړي.

سره له دې چې دغه میرمنې په ګرو نیول شوي دي خو دوی وایي مجبوره دي چې له دې کاره  بد ونه وايي؛  ځکه له دې باید وډار شي چې د کورنۍ نورو غړو ته یې زیان ونه رسیږي  او ورسره منل شوې چې د پور په بدل کې دې کار وکړي.

میرمن فروزان هغه میرمن ده چې دغه ښځې یې په خپل کارځای کې په ګروۍ  نیولي دي.

فروزان د لاسي صنایعو په برخه کې یو شرکت لري دا وایي، که څه هم ډیرې میرمنې ورسره ثبت اوراجستر دي خو اوس په دغه شرکت کې ۲۰ یا هم ۲۵ میرمنې په ډیر لږ مزد سره دې ته کار کوي.

فروزان هم مني چې شیما او کبرا ورسره ګرو دي او تر څو یې چې دهغې پور نه وي ورکړی نو له دې سره به وي.

میرمن فروزان وایي، د دې په شرکت کې د ۵۰ په شاوخوا کې بې پلاره ماشومان هم شته چې په وروستیو ځانمرګو کې یې خپل پلرونه له لاسه ورکړي دي.

"ډیر کم معاش ورته ورکوم هغوې هیله مند دي چې زه ورته په دې برخه کې بنسټیز کار وکړم دوه میرمنې دي چې له ما یې پیسې اخیستې دي یوې رانه ۲ لکه او بلې رانه ۲ نیم لکه روپۍ اخیستې دي هغوې نو اوس د ګروي په توګه له ماسره کار کوي تر هغه وخته ترڅو چې زما پور راکړي یوې میرمنې ۵ میاشتې او بلې یې ۶ میاشتې وخت غوښتې وه چې د وخت نیټه یې پوره شوې اوس نو باید د ګروي په شکل هر سخت او شاقه کار چې وي وکړي".

له میرمن فروزان مو وپوښتل د افغانستان په قانون کې د انسان  برمته او ګروي  جرم دی  که دولت په دې پو شي چې تا میرمنې په ګرو نیولي دي نو ایا جنجال به درته جوړ نه شي ؟ فروزان وویل، حکومت د دې پرځای چې له ما د ګروۍ او دمیرمنو د برمتې پوښتنه کوي پرځای دې همدغو بې وزلو خلکو ته دکار زمینه برابره کړي.

له میرمن فروزان سره په همدې کارځای کې د ۵۰ په شاوخوا کې ماشومان هم شته چې په ډیر کمو پیسو ورسره کار کوي.

خو میرمن فروزان ته دا یوه ښه لاره دوی ته کار ورزده کوي او د سرک د سر له  درنو  کارونو یې ژغورلي.

په افغانستان کې د میرمنو د ګروۍ پر موضوع مو  د بشري حقونو د سیمه‌ییز دفتر له مرستیالې شبنم سیمیا وپوښتل هغه وایي، دا  یو جرمي عمل دی چې دوی یې غندي ځکه چې په نړیوالو او د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي  د پور په مقابل کې یو کس نه‌شي کولې د بل کس ازادي ترې واخلي.

"سره له دې چې دا یو انساني کړنلاره ده او موږ یې غندو یو جرمي عمل هم دی د  تاوتریخوالي د مخ نیوي په قانون کې راغلي چې د انسانانو اخیستل او پلورل جرم دی او بیا موږ د انسان د قاچاقو د مخ نیوي له پاره یو قرارداد هم لاسلیک کړې نړیوالو قوانینو او زموږ قانون ته په کتو سره دا یو جرم دی هغه چا چې دوی په ګروي نیول دي که چیرته موږ ته راشي موږ ترې په دولتي ادارو کې ملاتړ کو ځکه نه شي کولې چې د پور په بدل کې هغه ونیسي په اساسي قانون کې راغلي چې پور نه شي کولې د یو چا ازادي ترې واخلي".

میرمن سیمیا وایي، یو کال کیږي چې د بشري حقونو په کمېسيون کې کار کوي خو تراوسه ورته داسې یوه قضیه نه ده ورغلې؛ دی وايي  په اوس وخت کې دا یوه نوې قضیه ده.

د ښځو چارو وزارت د اقتصادي او ټولنیزو چارو د همغږۍ مشرې ماهرخ یوسفزۍ د شیما او کبرا د ستونزې په اړه وویل، له دغو ښځو چې په ګروۍ نیول شوي دي ملاتړ کوي.

ماهرخ وایي، که چیرته دغه میرمنې له دوی مرسته وغواړي نو مرسته به ورسره وکړي.

" هو موږ له داسې میرمنو ملاتړ کو په ځانګړې توګه له هغو میرمنو چې نادارې او غریبې وسي دا زموږ دنده ده چې له هغوی سره مرسته وکړو هغه شرکتونه چې ماته خوري نو اعلان کوي چې ماته مې خوړلې ده نو پیسې نه شم ورکولې نو له هغوی سره هیڅ ډول ظلم نه کیږي وایي چې ماته یې خوړلې نه یې لري له کومه یې کړي هرکله یې چې پیدا کړې رابه یې کړي نو دغو میرمنو هم چې پور اخیستې کولې شو چې پور یې بدل کړو یا ورته یوه بله لاره وګورو او یا ورته یو بل څه وټاکو یو کار به ورته وکړو".

د همدې میرمنو په اړه د افغان میرمنو تعلیمې مرکز( اویک) موسیسې مطبوعاتي مشر صفي الله ضیایي وایي، تراوسه له داسې کومې پیښې سره نه‌دي مخ شوي، خو د دوی دفتر د عدالت غوښتنې څانګه هم لري، چې دوی کولې شي له دې لارې له داسې میرمنو سره مرسته وکړي.

"تراوسه له داسې کومې پیښې سره نه یو مخ شوي خو هو موږ د دوی له پاره کولې شو چې د بشري حقونو له کمیسیون سره یې مخ کړو او دوی له ( ای. ډبلیو.ان) دفتر ته وروپیژنو او خپله زموږ ( اویک ) دفتر هم د عدالت غوښتنې څانګه لري په دې مسایلو کې له دوی سره مرسته کوو، ښوونه ورته کوو او که کله ورته ضرورت شي نو موږ مدافع وکیلان او څارنوالان لرو هغوی سره یې معرفي کوو، چې ورته لاره وښایي او قانوني مرستې هم ورسره وکړي."

له بلې خوا د عدلیي وزارت ویاند محمد امان الله ریاضیت بیا وایي چې دا یوه قانوني لاره نه ده چې څوک له چا پوروړی شي او پرته له دې چې قضایي او عدلي بسټونو ته مراجعه وکړي؛ د هغوی پر وړاندې دې کوم غبرګون وښودل شي.

"د قانون له اړخه که څوک د پور په هکله د عدالت  غوښتنه لري کولې شي چې اړوندو بنسټون ته مراجعه وکړي چې یو له دې ادارو د ولسوالیو په کچه د حقوقو ادارې دي که چیرته یو سوک د پور په اړه د عدالت غوښتنې قضیه لري نو قانوني لاره یې دا ده چې راشي زموږ حقوقي  ادارو ته زموږ حقوقي ادارې هڅه کوي چې د دوی ترمنځ جوړه وکړي او ستونزه یې حل کړي که ستونزه یې حل نه شي نو نورو قانوني مراحل لري زما په اند دا قانوني لاره نه ده چې څوک له چا پوره وړې ووسي پرته له دې چې عدلي ادارو ته راشي د هغه په وړاندې کوم عکس العمل ښکاره کړي."

د انسان ګروي په افغانستان کې له قانوني پلوه جرم دی، په دودیز ډول په ځينو لرې پرتو سیمو کې دخانۍ او ملکۍ په سیسټم د ډير پخوا مودې خبره ده، چې هغوی په خپلو سیمو کې چاته خوندي ځای ورکلو او یابه یې پور ورکلو؛ نو پوروړو او یا پنا ور وړو به ورسره پرته له مزد په پوله پټي او د ډيرې په کارونو کې لاس کولو، اوس د وخت په بدلیدو سره د ګروۍ ډول هم بدل شوی او داسې راپورونه هم شته چې د افغانستان په ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کم مزد کار کوونکو باندې ډير او درانده کارونه کيږي.

د شیما او کبرا قضیه لومړۍ هغه ده چې د انسان د ګروۍ په برخه کې ترې پرته پورته کيږي وکتل شي چې د وخت په تېرېدو سره په دې اړه حکومت څه پریکړه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام