
د بغلان د پوهنې رییس محمداسماعیل مجاهد وايي، د ولایتي شورا غړیو ګواښلی او د پوهنې ریاست په داخلي چارو کې هم لاسوهنه کوي.
مجاهد زیاتوي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د یو پوست لهپاره درېیوو تنو د خپلې مقررۍ مکتوب ور وړي او دا موضوع له پوهنې وزارت سره هم شریکه شوېده.
د بغلان د پوهنې رییس په خبره، د پوهنې وزارت امر کړی چې په یاد پوسټ دې له درېیوو کسانو یو وګومارل شي؛ خو د ولایتي شورا رییس د خپل کس په ګومارلو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د بغلان د ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني د ګواښ ادعاوو په ردولو سره وايي، د نظامي او غیرنظامي ادارو څارنه د ولایتي شورا دنده بولي او که پهدې ادارو کې ستونزه پېښېږي؛ ولایتي شورا حق لري چې د ستونزې د حل لهپاره مداخله وکړي.
لهدې سره هممهاله د ولایتي شورا مرستیال د پوهنې رییس ادعاوې ردوي او وايي چې د پوهنې رییس باید د خپلو ادعاوو لهپاره اسناد وړاندې کړي.





