
د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون د افغانستان اوسني نظام پر مسیر جدي نیوکه وکړه.
هغه وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان اوسنی دموکراسي نظام دیکتاتورۍ لور ته بیايي او په همدې اعتراض يې د نننۍ عمومي غونډې په نیمايي کې تالار پرېښود.
د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون چې د چهار شنبې پر ورځ يې د دې جرګې مشري په غاړه وه د جمعې ورځې د وژل شویو لاریونکوونکو، وروستیو ترهګریزو پېښو، د نوماند وزیرانو نهپيژندلو او د ولسي جرګې مصوبو ته د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا نه درناوي په غبرګون کې د جرګې له غونډې ووت.
نوموړي افغان ولسمشر پهدې تورن کړ، چې په سمه نهدی روان.

دغه راز، د ولسي جرګې غړې ناهید فرید د چهارشنبې ورځې عمومي غونډه کې د کابل اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت چلند د قانون خلاف وباله.
نوموړې وویل:" د حکومت د دغې وژنې پر وړاندې افغانان چوپه خوله نه پاتې کیږي او د دغې وژنې پرضد د خلکو اصلي استازي به هم ارام کښې نه ني".
د ولسي جرګې یوشمېر غړي ټينګار کوي، چې حکومت دې، پر لاریون کوونکو د ډزو عاملين وپيژني او له هغوی دې پوښتنه وکړي.





