عدليې وزارت د ټلیفون له لارې د حقوقي مشورو د ورکړې مرکز پرانېست

دغه مرکز د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د ټولنیز عدالت او وګړیزو حقوقو د خوندیتابه په پار جوړ شوی دی.

د عدلیې وزارت د ټلیفونونو د خدماتو د برخې مسوول محمد تمیم حیدري نن شنبې د (فېبرورۍ پر ۴مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هېوادوال کولی شي، چې په وړیا توګه د ۱۸۸ شمېرې په ډایلولو سره د حقوقي، جزايي او مدیني ستونزو په اړه مرستې او نظریات وغواړي.

په ورته وخت کې د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي سلام‌وطندار ته وویل، چې دا مرکز یې هېوادوالو ته په وړیا توګه د مشورې ورکولو په موخه پرانیستی دی.

د هاشمي په خبره، د دې مرکز په جوړولو ۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۱۰ تنه په کې کار بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر هېوادوال د عدلي او قضايي بنسټونو د اساسي دندو او مسوولیتونو په اړه معلومات نه لري؛ خو د دې مرکز له پرانېستل کېدو سره به یې ډېرې پوښتنې حل او د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام