
د کندوز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د سړک پر غاړیو د څو میلیونو افغانیو په لګښت په سلګونه سولري ترافیکي چراغونه لګول شوي؛ خو د ۵ کلنو راهیسې د ښاروالۍ د بېغورۍ او ناسمې ساتنې له امله له کاره لوېدلي دي.
کندوز ښار کې په سړکونو پنځه کاله مخکې د درې نیم میلیونو افغانیو په لګښت ۲۱۴ د سولر ترافیکي څراغونه ولګول شول.
یو شمېر کندوز ښاریان نیوکه کوي، چې دغه څراغونه اوس د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله له کاره لوېدلي او د شپې لهخوا یاد سړکونه تیاره وي.
د بصیر په نوم د کندوز ښار یو اوسېدونکی وايي، چې له پیله په سړکونو لګول شويو سولري څراغونو یوه میاشت کار وکړ او له هماغې یوې میاشتې راوروسته پنځه کاله کېږي، چې خراب شويدي.
د دې ښار بل اوسېدونکی امینالله قاضيزاده هم شکایت کوي، چې د ښار په چهاربند کې لګېدلي سولري څراغونه له څوو کلونو راهیسې خراب دي، پهداسې حال کې چې پهدې برېښنا د ملت میلیونونه افغانۍ پانګه ولګېدله؛ خو د بېپامۍ له امله ښار تیاره او څراغونه خراب دي.
دوی وړاندیز کوي، چې یا دې ښاروالي د دې څراغونو د جوړولو نیت وکړي، یا دې د برېښنا ستنې له بېخه وباسي، چې د دوی تمه پرې شي.

د کندوز ښاروالي هم دا خبر تاییدوي؛ خو زیاتوي چې د ځانګړیو کارکوونکیو نهشتون له امله او د طالبانو لهخوا د دغه ښار نیول د دې لامل شول، چې ۹۵ سلنه ترافیکي سولري څراغونه غیرفعال شي.
د کندوز ښاروال نجیبالله عمرخېل سلام وطندار ته وویل، چې د سولري څراغونو ډېره برخه ستنې ستونزې لري او د دې ستونزې د اواري لهپاره یې له «یو ان هبیتات» سره د ترمیم په پار هوکړهلیک لاسلیک کړی، چې تر راتلونکیو دوو اوونیو پورې به بېرته ټول څراغونه فعال شي.
عمرخېل زیاته کړه، د سولري برېښنا د سمې ساتنې او تنظیم په پار روزل شوی ټيم هڅه کوي، چې وروسته لهدې له ښاري څراغونو څارنه وکړي او د خرابوالي پرمهال سمدلاسه لاس پهکار شي.





