د فساد پر وړاندې د ګډې څارنې او ارزونې خپلواکې کمېتې رییس احمدیما ترابي وایي، چې د عامې ورغتیا وزارت هغه ۱۱۵ سپارښتنې چې د فساد پر ضد د مبارزې په پار یې دغه وزارت ته ورکړې وې؛ نه دي عملي کړي.
ترابي، زیاتوي، چې د دې کمېټې د راپور له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت په اړه لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په دغه وزارت کې د ګومارنې او خدماتو په وړاندې کولو کې له پراخ فساد څخه ناخوښ دي.
د فساد پر وړاندې د ګډې څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې، درې میاشتې مخکې په یو راپور کې په عامې روغتیا وزارت کې د پراخ فساد د موجودیت خبر ورکړی و، چې هماغه وخت یې دې وزارت ته د فساد د مخنیوي له پاره د ستراتيژۍ د جوړولو وړاندیز هم کړی و.

ترابي له درېیو میاشتو له تېرېدلو وروسته د روغتیا وزارت له کارونو راضي نه دي، ځکه چې په درېیو میاشتو کې د دغه وزارت ډېر موضوعات پڅ پر مخ تللي دي.
دی د بېلګې په توګه د فساد پر ضد د مبارزې له پاره د ستراتېژۍ جوړول او هغې ته عملي جنبه ورکول خپله لومړۍ سپارښتنه بولي، چې په دې موده کې باید جوړه شوې او د وزارت ټولو ریاستونو ته د رسولو ترڅنګ پوهاوی ورکړل شوی وی، چې دا کار نه دی شوی.
د عامې روغتیاوزارت مسوولان ویلي، چې د اطلاعاتو له راټولونې وروسته به په دې برخه کې خپله پرېکړه روښانه کړي.





