
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په راتلونکي ۱۳۹۶ م لمریز کال کې به په ټول کابل ښار کې یواځې ملي بسونه چليږي.
د یاد وزارت وزیر محمدالله بتاش نن شنبه (اپریل۳مه) کابل کې د خبري غونډې پرمهال په ښاري ترانسپورت کې د لاسته راوړنو خبر ورکړ.
بتاش زیاته کړه، چې راتلونکي کال به ټول ښاري بسونه په کابل ښار کې چليږي او واړه موټر لکه تونس او فلاینکوچ باید له ښاره بهر ولاړ شي.
هغه وویل: "د ښار په منځ کې غرفې کیښودلي، چې شمیرنه پیل کړي او موږ له هغه وروسته خپل کار پیلوو".
بتاش وایي، چې په تیرو څو کلونو کې یوازې ۳۰ ښاري بسونو فعالیت کاوه، خو اوس د خرابو بسونو په بیارغاونې سره دا شمیره ۱۰۶ ښاري بسونو ته لوړه شوې او ۲۰۰ نور ښاري بسونه به د سږ کال په دویمه نیمایي کې له رغیدو وروسته فعال شي.

له بله پلوه د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر په نږدې راتلونکي کې په مزارشریف کې پر معیارونو برابر یوه ترمینل جوړیدو خبر په ورکولو سره زیاته کړه، چې د ټول هیواد په کچه به ۱۳۰معیاري ترمینلونه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې " موږ وغوښتل د خصوصي سکتور پانګې په جذب سره د ترمینلونو کار پیل کړو له نیکه مرغه اجازه یې لرو، سیمه ییزو چارواکو د ۱۳۰ ترمینلونو موقعیت او ځمکه په نښه کړې او په همدغه ۱۳۹۵ کال کې یې کار پیلوو، که ۱۳۰ ترمینلونه هریوه ۵۰۰ کسانو ته کار ورکړي ۶۵۰۰۰ کسانو ته به کارپیدا شي."
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر د ترانسپورت فني کولو په موخه د لارموندنې gps ، سیستم کارول، د ښاري ترانسپورت په برخه کې بنسټیز بدلونونه، د بریښنایي بسونو مدیریت او د کابل ښار دویمې بریښنایي دروازې جوړول په روان کال کې ددغه وزارت له دندو وبلل.





