یوه ځوانه ښځه: د غزني ولایتي شورا غړي په زور خپل ساتونکي ته په نکاح کړې

پېغلې مېرمنې د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته وویل، د غزني ولایتي شورا غړي د دې له اجازه پرته په زور او ګواښلو سره يې خپل ساتونکي په نکاح کړې ده.

دغې ښځې او مور يې نن (پنج شنبه) په غزني کې رسنیو ته  وویل، چې ۷ میاشتې مخکې د غزني ولایتي شورا غړي عبدالجامع جامع له خپلو ساتونکو سره یو ځای د دوی پر کور برید وکړ او دا یې له ځان سره وتښتوله، چې ۸ شپې او ورځې يې په خپل شخصي دفتر کې ساتلې وه.

د دې مېرمنې مور ادعا کوي، جامع ګواښ ورته کړی، چې د دې دوه نورې کوچنۍ لوڼې هم د ده خپل مال دی او هرکله چې وغواړي له ځان سره یې بیولی شي.

نوموړې له حکومت غواړي، چې عدالت ورسره وشي او د طلاق اخیستلو غوښتنه کوي.

دا چې ولې ۷ میاشتې مخکې دې ښځې عدلیي بنسټونو ته مراجعه نه ده کړې، په اړه یې وايي، چې جامع د کورنۍ د ټولو غړو د وژنې ګواښ ورته کړی و.

د دې پېغلې مېرمنې مور وايي، کله چې د عبدالجامع جامع دفتر ته د خپلې لور خلاصون په موخه ورغلې وه؛ دې ته يي هم ګواښ کړی و او ورته یې ویلي و، چې دا نجلۍ د ده خپل مال دی.

په ورته وخت کې د غزني ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع د دې پېغلې مېرمنې او د مور تورونه د غزني د والي عبدالکریم متین سیاسي دسیسه بولي او په کلکه يې ردوي.

د جامع پروینا، د دې نجلۍ خاوند محصل دی او ده د هغه په نکاح کې هېڅ لاس نه درولوده.

په همدې حال کې د غزني ولایت د ښځو چارو رییسې شکریې ولي سلام وطندارته وویل، چې څو اونۍ کېږي؛ په کابل کې ده او له دې قضیې نه ده خبره.    

بل خوا د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي نن خبري غونډې ته وویل، چې والي د دې قضیې په راپورته کولو کې هېڅ لاس نه لري، خو د غزني ولایت اړوندو بنسټونو ته امر کړی، چې یاده قضیه  په جدي توګه وڅېړي.

له دې وړاندې هم په غزني کې د  ښځو حقونو دفاع ډلو ادعا کړې وه، چې د غزني قومي شوراګانې په خپلو پرېکړو کې هېڅ وخت د افغانستان قوانین په پام کې نه نیسي او د ښځو پرضد منفي لیدلوری لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام