
د جوزجان سيمهيير مسوولان وايي، له ايرانه هغه تازه راغلي ۱۸۰ کډوال يې په خپلو کورونو کې قرنطين کړي دي.
د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست فرید عزیزي سلاموطندار ته وايي چې دا پرېکړه د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره کړې ده.
د عزيزي په وينا، تر اوسه پورې په دې ولايت کې ۳ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې له هغې ډلې يوه يې منفي او دوه نورې يې لا تر اوسه مشخصې شوې نه دي.
نوموړی په دې ولايت کې د جدي تدابيرو خبر ورکوي او زياتوي چې په دې اړه يې جوزجان کې يو ځانګړی مرکز هم جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد د کرونا مثبتې پېښې ۲۲ ته رسېږي چې له ډلې يې ۱۳ په هرات کې، ۳ په سمنګانو کې، ۲ په لوګر کې، ۱ په دايکندي کې، ۱ په کاپیسا کې، ۱ په بلخ کې او يوه هم په بادغيس کې ده.





