د غریب هېواد سرګرداني او مسافري؛ پایله په نشو روږدي‌کېدل

اسماعیل وچ ـ کلک، باادبه او خندانه سړی دی چې له کلونو راهیسې په خوست ښار کې هټیوالي کوي. په‌دې ولایت کې د مناسب اقتصادي وضعیت د لرلو پر بنسټ اسماعیل هم په‌ څوو کلونو کې ښه کارو بار لرلو او له خپل ورځني عاید نه‌ خوشاله و.

خو له کله راهیسې چې هره ورځ په هېواد کې اقتصادي حالات مخ په خرابېدو دي‌ او په خوست کې د عاید کچه هم کمه شوې؛ د اسماعیل کارو بار هم کم‌رنګی شو او پوه شو چې نور له خپل اوسني هټي نه ښه عاید نه‌شي ګټلی.

په همدې اساس یې مخ د سمندر په لوري کړ او پرېکړه یې وکړه چې ګاونډیو هېوادونو ته رهي شي. خو لومړی باید په اصطلاح لاره ـ ګودره معلوم کړي. له ډېرې پلټنې وروسته د فېسبوک له لارې یو شخص پیدا کوي او د ۵سوو زرو پاکستانیو کلدارو په ورکولو سره له ایرانه ترکیې ته روانېږي.

خو اسماعیل وايي، کله چې د ایران او ترکیې منځ کې پرتې پولې ته ته رسېږي؛ قاچاقي په هاخوا غریب هېواد کې خپل مبایل ګولوي او له کورنۍ سره د اسماعیل یوازینۍ لاره بندېږي. د ده په وینا، پلار یې د ټیلیفوني پیغام له لارې له قاچاقي سره اړیکه نیسي او هغه ته د نورو پیسو په ورکولو سره دی بېرته خپل کور ته ور غواړي.

خو د انساني‌ًقاچاق او کډوالو قاچاق قانون د درېیم څپرکي، ۱۴مې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، «که څوک د کډوالو قاچاق جرم سازمان کړي یا نور د هغه سازمانولو ته هدایت کړي؛ حداکثر په منځني حبس محکومېږي.» خو قاچاقیان ډېر کم په مبدا هېواد کې پاتې کېږي او تر ډېره په مقصد هېواد کې وي چې په همدې بنسټ یې د قاچاق نښې هم نه پاتې کېږي.

د کډوالۍ همدا تجربه ده چې اسماعیل – له هغو هېوادوالو چې نورو هېوادونو ته له قاچاقي لارو د تللو نیت لري ـ غواړي چې په خپلې پرېکړې له سره فکر وکړي او د نورو هېوادونو په باغونو او راځوندو ډوډیو ونه غولېږي.

د شیخ زاید پوهنتون استاد حضرت‌الله ارغون وايي، د افغانستان د جزا قانون پر بنست، د انساني‌قاچاق سازمانوونکي هم د قاچاقیانو په شان مجرمان پېژندل کېږي او د قانون پر اساس به جزا وویني. د ښاغلي ارغون په وینا، که‌چېرې مجني‌عليه د قاچاق پرمهال ژوند له لاسه ورکړ؛ قاچاقي په دوامداره حبس محکومېږي.

په ټوله کې په خوست ولایت کې د انساني‌ًقاچاق پېښې چندانې ډېرې نه‌دي؛ د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي، د خوست ډېر اوسېدونکي عربي هېوادونو ته د سوداګرۍ له‌پاره ځي چې په همدې دلیل خوست د کډوالو قاچاق له پېښو مبرا دی.

د خوست امنیه قوماندان اخترمحمد نورزی وايي، له کله راهیسې چې په خوست کې د پاسپورټ د وېشلو لړۍ شروع شوې؛ په خوست کې په شدت سره د کډوالۍ قاچاق کم شوی‌دی.

د ده په خبره، که‌چېرې څوک په‌دې جرم ونیول شي؛ سملاسي یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.

دا ډول قضيې لکه په اسماعیل چې راغلې؛ د دې ښکارندويي کوي چې د انساني‌ًقاچاق او کډوالو قاچاق دوسيې مخکې له دې چې رسمي شي؛ د خلکو په منځ کې ورکېږي او نور یې څوک نوم او نښه نه ویني.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام