م. م: جګړو کې د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی

د ملګرو ملتونو تازه خپور شوی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د جګړې له امله ۱۱۴۱۸ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده، چې ۳۴۹۸ تنه یې وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه ټپیان دي.

د دې راپور د معلوماتو له مخې، په دې شمېرو کې ۳۵۱۲ ماشومان دي، چې ۹۲۳ تنه یې وژل شوي او ۲۵۸۹ تنه نور یې ټپیان دي او د پخوا د ټولو نه د لوړې شمیرې په پرتله ۲۴ سلنه ډېروالی ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي «یوناما» له ۲۰۰۹ کال راهیسې په منظمه توګه د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي دي، چې دغه شمېره له هغه مهال راهیسې تر ټولو لوړه ده.

ملګرو ملتونو نن دوشنبې د (فېبرورۍ پر ۶مه) په کابل کې د جګړې له ښکېلو ډلو وغوښتل، چې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې د بندېدو په پار چټک ګامونه پورته کړي.

 

د دې خپور شوي راپور  پر بنسټ، په ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو د مرګ و ژوبلې د لوړې کچې په ګډون؛ ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د زرګونو افغان‌ملکي وګړیو مرګ و ژوبله خورا زړه بوږنوونکې ده او تر ډېره بریده یې مخنیوی کېدلی شي.

ده د جګړې په ټولو ښکېلو اړخونه غږ وکړې، چې د ماشومانو په ګډون باید د ټولو عامو افغان ښځو او نارینه وو د ژغورلو له‌پاره بېړني اقدامات وشي.

د یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حکومت مخالف عناصر، په ځانګړي توګه طالبان د نږدې دوه پر درېیمې برخې ملکي تلفاتو مسوولیت لري، په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یو پر څلورمې برخې پړه یې د دولت پلوه ځواکونو په غاړه ده.

دغه کلنی رپوټ کاږي، چې د ۲۰۱۵ کال په څېر د دولت پلوه او دولت ضدو عناصرو تر منځ ځمکنۍ جګړې، په تېره بیا د خلکو د اوسېدو په سیمو کې د ملکي تلفاتو «مړینې او ټپیانو» د کچې د زیاتېدو اصلي عوامل پاتې دي، خو ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي، ځانمرګي او ډله ییز بریدونه، هدفي او قصدي وژنې هم د ملکي تلفاتو په زیاتوالي کې عمده عاملونه دي.

دغه راپور همدارنګه د داعش «د خراسان ولایت اسلامي دولت» له‌خوا په بریدونو کې زیاتوالی په ګوته کوي، چې تر ډېره شیعه مسلمانان په نښه کوي. یوناما ۸۹۹ ملکي مرګ و ژوبله « ۲۰۹ مړینه او ۶۹۰ ټپیان» ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله لس برابره زیاتوالی ښیي. د دې مرګ ژوبلې ډېرې برخه د داعش له خوا د شیعه مسلمانانو پر ټولنې د ۳ لویو بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي.

هوایي بریدونه، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو له‌خوا شوي، ۵۹۰ ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله «۲۵۰ مړینه او ۳۴۰ ټپیان» اړولې، چې د ۲۰۱۵ په پرتله دوه برابره شوې ده او د ۲۰۰۹ کال راپه‌دې‌خوا تر ټولو لوړه کچه ده.

یاماموتو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» مشر هم دی، د ځمکنیو جګړو د ویجاړوونکیو اغېزو تر څنګ پر ملکي وګړیو په لوړه کچه قصدي مخ پر ډېرېدو ځانمرګي بریدونه هم وغندل.

د بشري حقونو له‌پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر زید راعدالحسین وویل، د مرګ ژوبلې شمېرې وښودله چې د ټولنې تر ټولې زیان لیدونکې برخې تر ټولو زیات زیان لیدلی دی. ده وویل: «ماشومان ووژل شول، ړانده شول، معیوب شول او کله یې چې له ناچاودو توکیو سره لوبې کولې؛ په ناپوهۍ کې د خپلو ملګرو د مړینې لامل شول، چې په غفلت سره د جګړې د ښکیلو ډلو له‌خوا شا ته پریښودل شوي.»

یاماموتو او زید له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د ملکي وګړیو مېشتو سیمو کې د چاودېدونکیو توکیو استعمال راکم کړي، چې د هوسا ژوند ډاډ تر لاسه شي، چې د جګړې پاتې ناچاوده توکي له سیمو څخه لرې شوي دي.

دوی همدارنګه د نړیوالو بشردوستانه او د بشري حقونو له قوانینو څخه د سرغړونې له‌پاره د حساب ورکړې او عدالت تامین پر اړتیا ټینګار وکړ.

دوی په پای کې زیاته کړې ده، دا ډېره مهمه ده چې سر غړوونکي، که هر څوک وي؛ باید د داسې کړنو له‌پاره حساب ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام