
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال مارک باودن او د افغانستان د مرستندویه هېوادونو استازیو په حضور کې د کډوالو او زیانمنو شویو وګړیو له پاره د ۵۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو غوښتنه وکړه.
عبدالله زیاته کړه، اړتیا ده چې په ۲۰۱۷ کال کې له ۷/۵ میلیونو راستنیدونکيو، کډوالو او د پېښو له زیانمنوشویو سره ۵۵۰ میلیونه امریکایي ډالر مرسته وشي.
د ده په خبره، په دې ۵۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کې د سکتورونو له پلوه د بېړنۍ سرپناه سکتور، د کرنې غیرغذایي اقلام، خوراکي توکي او ۲۴۰ میلیونه نغدې پیسې شاملې دي، چې د کډوالو د ژوند په لومړنیو چارو به ولګېږي.

اجرایوي رییس ټینګار کړی، چې دا مرستې به په رڼه توګه ولګول شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونه ځانګړي استازي مارک باودن ژمنه وکړه، چې دوی به د تل په څېر د افغانانو د ژوند د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي او کوښښ کوي، چې په نورو برخه کې هم خپلې مرستې پراخې کړي.
په دې غونډه کې په کابل کې د سویډن شاهي دولت سفیر په افغانستان کې د پراختیايي چارو په برخه کې د مرستې ژمنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ستونزو د کموالي په برخه کې باید مرستې ډېرې شي.





