بدخشان کې واورو د مرکز او ۹ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي

د بدخشان ولایتي شورا غړی طالب‌الدین قادري وايي، دغه ولایت کې د وروستیو واورو اورېدو له امله له تېرو دوو ورځو راهیسې د ۹ ولسوالیو او مرکز ترمنځ غځېدلې لارې تړلې دي.

د نوموړي په وینا، په یادو ولسوالیو کې لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته او د لارو بندوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د واخان ولسوالي اوسېدونکي سلامت او فیض‌علي وايي، وردوج ولسوالي کې طالبانو لارې تړلي او واخان ته تللی نه‌شي. دوی زیاتوي، که حکومت ورته پام و نه‌کړي، سخت ژمی به ولري.

په همدې حال کې د بدخشان طبعي پېښو پرړاندې ادارې رییس سیدعبدالله‌همایون دهقان که څه هم د لارو بندوالی مني، خو وايي کاري ډله یې سیمې ته تللې او په نږدې راتلونکې کې به یادې لارې پرانېزي.

نوموړی زیاتوي، د اغرده لار چې زېباک، شکاشم، شغنان او واخان سره نښلوي، له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې او دغه راز د یاوان، کوهستان او راغستان ولسوالیو لارې هم بندې دي چې د پرانستلو له‌پاره یې هڅې روانې دي.

که څه هم د بدخشان سیمه‌ییز مسوولان تل د ستراتيژیکو زېرمو جوړولو او طبعي پېښو له‌پاره د چمتووالي خبره کوي، خو د ځايي خلکو په وینا، سیمه‌ییز چارواکي د طبعي پېښو له کبله زیانمنو ته مرستې رسولې نه‌دي او هېڅ ژمنه یې عملي شوې نه‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام