په ۹۴یم کال کې د افغانستان د روغتیايي حالت ارزونه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي د پولیو ناروغۍ زیاتوالی او د فوق تخصصي ماموران نه شتوالی د روان ۱۳۹۴ کال اساسي ستونزې بولي.

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رییس او د دغه وزارت ویاند وحید مجروح سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، سره له دې، چې په ۱۳۹۴ کال کې د روغتیا په برخه کې د ستونزو سره ـ سره بیا هم لاسته راوړنې لرلې.

مجروح وايي، چې د عامې روغتیا وزارت په روان لېږدیز کال کې ۵۴ خصوصي روغتونونه څېړلي دي او په ورځنیو معیارونو یې برابر کړي دي.

د ده په خبره، د عامې روغتیا وزارت د دولتي شفاخانو بېړنۍ څانګې یې بیارغولي او په نویو وسایلو یې سمبال کړي دي.

د دې وزارت ویاند وايي، په کابل کې د روغتونونو د روغتیايي خدمتونو څرنګوالي ارزول پای ته رسېدلي دي او اوس په ولایتونو کې د روغتونو د ارزول چارې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي مسوول وايي، چې دوی د پولیو سره د مبارزې له پاره د همغږۍ او کنټرول لومړنۍ مرکز جوړ کړی دی او د دې مرکز د کار له پیل سره به د پولیو په برخه کې موجودې ستونزې حل شي.

د عامې روغتیا وزارت همدا ډول وايي، چې دوی د معیاري روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو له پاره د روغتیا قانون په تعدیل او د ډاکټرانو د فیس په کمولو کار پيل کړی دی.

دې وزارت د ۹۴ کال په وروستیو کې «موقتې طبي ملي شورا» جوړه کړه، چې غړي یې له بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو څخه ټاکل شوي دي.

دوی دنده لري، چې د ناروغانو د روغتیايي خوندیتوب، معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د ډاکټرانو د ملاتړ له پاره کار وکړي.

مجروح وايي، چې د پاکستان هېواد په مالي مرسته درې روغتونونه جوړ شوي دي او څو میاشتې وروسته به ګټنې ته وړاندې شي او ټاکل شوې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په مرسته په ۹۵ کال کې دوه روغتونونه جوړ شي.

خو له بل لوري د افغانستان خلک له روغتیايي خدمتونو شکایت لري او اوس هم هر کال سلګونه خلک د درملنې له پاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.

د «سردار محمد داودخان» روغتون په انګړ کې د یوې مېرمنې زېږون هغه پېښه وه، چې د زیاتو خلکو غوسې یې راوپارولې.

خو په ورته وخت کې د عامې روغتیا مسوولانو په دې روغتون کې د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې هر ډول سستي رد کړه او دوه کسه یې په دې تور ونیول، چې د هغې مېرمنې انځورونه یې راویستي وو.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستن کې شاوخوا ۲۳ زره روغتیايي مزکرونه فعاله دي او یوازې ۶۵ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام