
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، سږکال به د کانکور ازموینې له لارې له ۶۲ زرو زیات داوطلبان د افغانستان پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شي.
د وزارت په خبره، د کانکور دغه شمېر داوطلبانو له جملې ۲۱ سلنه جذبیږي او شاوخوا ۷۹ سلنه به له لوړو او نیمه لوړو زدهکړو محروم شي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله ۹۶ کال کانکور ازموینې د داوطلبانو په جذب برخه کې ۵ زره څوکۍ زیاتوالی هم راغلی دی.
امین وايي، په سږني کال کانکور کې له ۳۰۰ زرو زیات داوطلبان ګډون کوي، چې دولتي او نادولتي پوهنتونو او نیمه لوړو زدهکړو وزارت به جذب شي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند وايي، پوهنې وزارت د ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینې داوطلبان نه جذبوي.
د راپورونو له مخې د سږني کال کانکور ازموینې لومړی او دویم پېر به د روانې کب میاشتې په ۱۹ او ۲۰ نېټو واخیستل شي.





