
د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې نن په کابل کې د ۱۳۹۷ لمریز کال کلنۍ احصایه خپره کړه.
سره لهدې چې افغانستان یو خونړی کار تېر کړی؛ خو د دې ادارې مسوولان وايي، د ۱۳۹۶ کال په پرتلې د هېواد نفوس کې ۲.۱۴ سلنه زیاتولی راغلی.
د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیبالله موحد د دې ادارې د کلنۍ خپرولو پر مهال وویل، ۱۳۹۷ کال کې د ۱.۵ میلیونو کوچیانو په ګډون د هېواد نفوس ۳۱.۶ میلیونو ته رسېږي چې لهدې ډلې یې ۱۵.۵ میلیونه ښځې او ۱۶.۱ میلیونه هم نارینه دي.
هغه وايي، د دوی موندنې ښيي چې افغانستان کې د کار هر خاوند ته، یو بل کس ورلهغاړې دی.
د ښاغلي موحد په وینا، د دې ترڅنګ د هغوی څېړنې ښيي چې ۱۳۹۵ کال کې د هلکانو زدهکوونکیو شمېر ۵.۱ میلیون و؛ خو ۱۳۹۷ کال کې ۵.۳ میلیونو ته لوړ شوی، دغهراز د نجونو زدهکوونکیو شمېر هم له ۳.۳ میلیونو ۳.۴ میلیونو ته لوړ شویدی.
د ده په خبه، د کلیو نفوس تر ټولو ډېر دی چې په ټوله کې ۲۲.۶ میلیونه کسان کېږي چې ۱۱ میلیونه یې ښځې او ۱۱.۵ هم نارینه دي. ښاري نفوس ـ چې په ټوله کې ۷.۵ میلیونه دی ـ ۳.۴ سلنه یې ښځې او ۳.۸ سلنه یې هم نارینه دي.
ښاغلی موحد زیاتوي، ۱۳۹۷ کال کې د خصوصي پوهنتونو شمېر هم زیات شویدی؛ خو دولتي پوهنتونونو کې هېڅ بدلون نهدی راغلی.
د احصایيې او معلوماتو ادارې شمېرې ښيي چې دغه کال کې د روغتیايي مرکزونو شمېر او ناخالص کورنۍ تولیدات هم زیات شويدي.
هاخوا د احصاییې او معلوماتو ادارې مشر جاوید رسولي دې غونډې ته وویل، ۱۳۹۶ کال کې له کوکنارو سره سرانه ناخالص تولید له ۴۸ زرو او ۳۰۱ افغانیو څخه ۱۳۹۷ کال کې ۴۶ زرو ۷۹۵ ته راټیټ شوی او همدارانګه له کوکنارو پرته سرانه خالص تولید له ۴۵.۷۹۴ څخه ۴۵.۵۲۸ افغانیو ته راټیټ شویدی.
د ښاغلي رسولي په وینا، ځېنې ادارې اوس هم د دوی له همغږۍ پرته فعالیتونه کوي چې د نورو ادارو له ادرسه د هر ډول شمېرو خپرول د منلو نهدي.
لهدې سره د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان زیاتوي چې پنځه قلمه صادراتي توکیو ـ چې وچهمېوه، تازهمېوه، طبيبوټي، معدنيمواد او سبزیجان په کې شاملېږي ـ د پاموړ پرمختګ کړیدی.





