
کورنیو چارو وزارت د روان لمریز کال د دلوې پر ۲۷مه د کابل ښار د ټولو امنیتي حوزو امران او د کابل د ځېنو ولسوالیو د کنډکونو قوماندان ګوښه کړل او د هغوی پر ځای یې نوي کسان معرفي کړل. دا پهخپل ډول کې په تېرو ۱۵ کالو کې یو بېساری بدلون دی.
پهدې ازموینې کې له ۱۰۰۰ تنو ډېر کسانو ګډون کړیو چې له کتبي او شفاهي ازموینې وروسته ۹۳ تنه بریالي شول. پهدې کې د امنیتي حوزو۲۱ تنو امرانو وروستۍ مرحلې ته لاره پیدا کړه او باید خپلو دندو ته معرفي شويوی. خو په بریالي شویو کسانو کې یو شخص ادعا کوي چې په ۲۱ کسیز لېست کې یې نوم و؛ خو د معرفۍ پر ورځ یې پر ځای بل څوک معرفي شو.
په کومه ورځ چې د کابل د امینتي حوزو د امرانو ازموینه اخېستلکېده؛ په ټولنیزو رسنیو کې د یوې داسې ښځې عکس خپور شو چې ویلکېدل، د کابل د امنیتي حوزو پر سر په رقابتي ازموینه کې دې هم برخه اخېستې وه.
د ازموینې په ۱۰۰۰ کسیزه ډله کې لطیفه نصرالله نژاد یوازینۍ ښځه وه چې د ازموینې پهدې پروسه کې یې ګډون کړیو.
اغلې نژاد له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د کابل د امنیتي حوزو لهپاره په اخیستلکېدونکې ازموینې کې ۴۰۳ تنو ګډون کړیو او له کتبي او شهافي ازموینې وروسته ۲۱ تنه بریالي شول چې پهدې کې ۱۷ تنه د امنیتي حوزو امران او ۴ تنه نور د سمت د امر په توګه په وروستي لېست کې د اړوندو ارګانونو له لوري تایید شويوو چې د دې نوم هم پهکې و.
د اغلې لطیفې نژاد په وینا، هغې د ښځو په ذهن کې د یو مثبت بدلون د راوستلو په پار پهدې پروسه کې ګډون کړیو.

کورنیو چارو وزارت پهدې رقابتي ازموینې کې د ګډونوالو او بریاليکېدونکیو کسانو لهپاره دا معیارونه په پام کې نیولي وو: «۱ – جنايي جرم ونهلري. ۲- د پولیسو له اکاډمي فارغ وي. ۳- په نظامي برخو کې له ۳ تر ۱۰ کالو پورې کاري تجربه ولري او ۴ دا چې په خلکو کې په نېک نوم مشهور وي.»
لطیفه نصرالله نژاد هغه څوک وه چې د ازموینې د معیارونو په پوره کولو سره په ازموینه کې شامله شوه. هغې کتبي او شفاهي ازموینې په بریالیتوب سره ورکړې او په نهايي لېست کې هم نوم شامل شو؛ خو یوه ورځ وروسته پهداسې حال کې چې دا باید یوې حوزې ته معرفي شي؛ د دې نوم په غیرمترقبه ډول له لېسته غورځول شویو.
اغلې نژاد همدارنګه وویل چې د امنیتي حوزو د امرانو د انتخاب په کمېسیون هېڅ ښځه نه وه چې د دې غږ یې اورېدلی وی. د هغې په وینا، هېڅوک رامخکې نهشو چې د یوې ښځې توګه پهدې پروسه کې زما ملاتړی شي. لطیفه نصرالله نژاد زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت او اړوند ارګانونه وايي، په ازموینه کې دې له ۱۰۰ نه ۳۸ نومرې وړي، پهداسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت له ۵ نه تر ۱۵ پورې په استثنايی نومرو قایل شویو او کله چې ښځې پهدا ډول ازموینو کې ګډون کوي؛ د دې نومرو مستحقې کېږي.
د اغلې نژاد په باور، هغې پهدې پار دې رقابتونو کې ګډون وکړ چې وښيي ښځې په لوړو امنیتي پوستونو هم دندې اجرا کولی شي.
دې همداراز زیاته کړه، چې دې رقابتي پروسې د کتبي او شفاهي ازموینو دوې مرحلې لرلې او دې په دواړو هغو کې د بریالیتوب نومرې واخېستې؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دې پروسې ۳ ازموینې لرلې چې لطیفه نصرالله نژاد په درېیمه مرحله کې د بریالتوب نومرې وانهخېستلی شوې.

لطیفه په امنیتي بنسټونو کې د جنسیتي تبعیض موجودیت له امله شکایت لري. نوموړې وویل، کله چې تقریري ازموینې لهپاره ورغله ټاکل شوي پلاوي په زښتې سپینسترګۍ ترې پوښتلي وو، څنګه شونې ده په دومره زیات وزن سره امنیتي امره شي. وايي، د حوزو ځېنې ټاکل شوي امران حتا په ازموینه کې نه وو؛ خو اوس په دندو ګومارل شويدي.
مېرمن لطیفه په ۱۳۸۸ کال کې د پولیسو له اکاډمي فارغه شوېده او د کمپیوټر، انځور اخیستنې او فلمجوړولو برخو کې یې زدهکړې کړېدي او دغه راز د سیاسي علومو او د غاښونو طب رشتو برحاله زدهکړیاله ده. نوموړې د کورني تاوتریخوالي عمومي امرې، په نظامي سټف کالیج کې د استادې، د څرخي پله ښځینهوو زندان امنیتي مرستیالې او دغه راز یې د اسکورپین قطعې ځانکړیو ځواکونو په قوماندانۍ کې د لومړۍ مېرمنې په توګه دنده ترسره کړېده.
مېرمن لطیفه یوازېنۍ هغه مېرمنه نهده چې لهدې پروسې شکایت کوي. څو ورځې مخکې هم له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د دې پروسې یو بریالي شوي وویل چې نوموړی بریالی شوی و؛ خو اوس یې له نوملړه لېرې کړیدی. دغه افسر له رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړېوه، په ازموینه کې یې ۶۴ نومرې وړې وې او تایید شوې هم وې؛ خو له نوملړه یې نوم لېرې شویدی.
د امنیتي حوزو دغه امران پهداسې حال کې په دندو ګومارل کېږي چې کورنیو چارو وزارت ۹۰ تنه جنرالان او لوړپوړي افسران د فساد او له صلاحیتونو د ناوړې ګټنې په اساس لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل، دغه بدلون د ښار امنیت لا ټینګښت او د پولیسو په لیکو کې د وړو کسانو ځای پرځای کولو په موخه شویدی او ټولې څېرې د کمېسیون لهخوا د ټاکل شویو معیارونو پربنسټ په راڼه ډول رامعرفي شويدي.





