سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

صدیقه: د یو څه وخت له پاره اوزګاره وم، غوښتل مې ځانته کار پېدا کړم.
یوه ورځ په لاره وم، چې خپل يو پخواني ملګري سره مې مخ شوم. هغه په یو مهم دولتي پوست کې کار کاوه. وروسته له هغه، چې خبرې مو سره وکړې، نو په مناسب جریان کې مې خپل د اوزګارتیا خبره هم ورسره شریکه کړه. هغه هم د مرستې وعده راسره وکړه او راته يې وویل، چې خپل تحصیلي اسناد ماته وليږه. په سبا باندې مې خپل اسناد ورته ورسول. کله چې يې زما اسناد واخیست، نو راته يې وویل، چې کارونه به دې زه سم کړم، خو یو شرط لرم. ورته مې وویل څه شرط؟ په زیاتې بې شرمۍ سره يې راته مخ واړوه او و يې ویل: "ما سره عشق وکړه". زه هره ورځ ستا نه مزاحم کيږم، خو په اوونۍ کې یو یا دوه وارې دې خواته درځم. زه حېرانه پاتې شوم هرڅه مې، چې له خولې ووته ورته مې وویل. وروسته له هغه نه هم مې له ځانه کرکه شوه او هم مې له هغه نه. له خپله ځانه مې ځکه کرکه شوه، چې ولې یوازې د کار موندنې په خاطر دومره خواره او ذلیله شوم.
فاضله: د یو څه وخت له پاره کار پسې ګرځېدم. یو له دوستانو مې په یو ښوونځي کې معلم و، ومې غوښتله د کار موندنې په خاطر له هغه نه مرسته وغواړم. هغه هم خپل یو ملګری راته معرفي کړ او راته يې وویل، چې هغه د اعتماد وړ شخص دی او کولای شي، چې له تاسره مرسته وکړي. هغه شخص ته مې زنګ ووهه او راته يې وویل، چې راشه له نږدې به سره وغږېږو. د هغه کاري دفتر ته لاړم د خپل لوړو زده کړو او کاري تجربې په اړه مې ورسره خبرې وکړې. وروسته له هغه چې زما خبرې خلاصې شوې راته يې مخ کړه، چې فکر وکړه ته مقرره شوې، خو یوه ستونزه ده او هغه ستونزه ته حلولی شې.
ما ورته وویل، کومه ستونزه؟ یو دم يې راته وویل، چې باید زما سره و اوسې او ما راضي وساتې.
زه د ساده ګۍ له وجې د هغه په مطلب سمه و نه ورسېدمه، په همدې دلیل په هماغه لحظه مې څه و نه ویل. خو وروسته چې کور ته روانه شوم، نو په لاره کې مې فکر وکړ، چې د دغه سړي نیت سم نه وو، ماته يې سمې خبرې نه دي کړي او بد نظر لري.

کله چې کور ته ورسېدمه، نو دا خبرې مې له خپلې مور او خور سره شريکې کړلې. وروسته مې له هغه دوست سره اړیکه ونیوله او ورته مې وویل، زه هغه نجلۍ نه یم کوم چې ته يې فکر کوې، زه حاضره یم، چې ټول عمر اوزګاره وګرځم، خو چمتو نه یم، چې له خپل عزت سره لوبې وکړم.
لیلما: له دندې مې یوه میاشت تېره شوې وه. زیاته هڅه به مې کوله، چې کار مې ښه کیفیت ولري او ټول مې له کاره خوښ وي. د کار څارونکي به تل زما په کار نیوکه کوله او زما له کاره خوښ نه و. یو ورځ راغی او تر څنګ مې کښېناست او ما ته یې د کار د ښوولو په اړه خبرې کولې، په دې کې یو ساعت تېر شو او ما یې هم خبرو ته په خورا دقت سره غوږنیولی و.
کله یې چې خبرې تمامې شوې، په ورانه یې را ته لاس کېښود ویې ویل، چې زده دې کړل؟ ډېره په تنګه شوې وم، د ده، له خبرو وروسته مې خپله استعفا ولیکله او رییس ته مې وروړله. رییس زما د غبرګون په مقابل کې وویل، چې دا یوه طبیعې موضوع ده او په ډېرو دفترونو کې پېښيږي.
د رییس له دغه ډول څرګندونو سره په دې وپوهېدم، چې نوره په دې کار ځای کې خوندیتوب نه لرم، سم لاسي مې دفتر پرېښود.





