زابل کې یو کیلو واټ برېښنا په ۲۰ افغانۍ ده

د زابل مرکز (کلات) ښار اوسېدونکي او هټۍ‌وال وايي، یو کېلو واټ برېښنا په  ۲۰ افغانیو پېري چې د ورکولو وسه یې نه‌لري.

د دوی په وینا، حکومت باید خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي، نه دا چې د لوړو تعرفو په پرې کولو سره یې خلک تر پوزې ورسېږي.

د کلات ښار اوسېدونکي علي‌محمد او ژېړګل وايي، د برېښنا لګښت یې د کورنۍ تر میاشتني لګښته اوړي او حکومت باید د دې ستونزې د حل له‌پاره ورته وارداتي یا لمریزه برېښنا ورکړي یا یې هم د اوسنۍ برېښنا بیه کمه کړي.

د معلوماتو له مخې اوس‌مهال زابل کې ۴ زرو کورونو او ۱۵ سوو دوکانونو ته برېښنا ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې د زابل د برېښنا رییس عزت‌الله وحدت که څه هم د خلکو ستونزې مني، خو وايي برېښنا یې ډېزلي ده او تر ۲۰ افغانیو په کمه بیه یې نه‌شي پلورلی.

د وحدت په وینا، سره له دې چې برېښنا یې ډېزلي ده او د برېښنا شرکت هم تر دې پرته نور عواید نه‌لري، خو بیا یې هم د نورو ولایتونو په پرتله، زابلیانو ته په کمه بیه برېښنا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال له تاجکستانه د راواردېدونکې برېښنا مزي تر غزني ولایته رسېدلي او ټاکل شوې د زابل ولایت له لارې د هېواد نورو سهیلي ولایتونو ته هم برېښنا ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام