
د شبرغان په زېږنتون کې ورځ کې لسګونه ماشومان زېږي؛ خو دغه خدماتي بنسټ کې پراخ اداري فساد کېږي. د جوزجان مدني فعال عليشېر انتظار وايي، دولتي زېږنتون کې فساد په بېمخینې توګه زیات شوی او دې برخه کې هېڅ بنسټ ځواب نه وايي.
ښاغلی انتظار ادعا کوي چې د هر ماشوم د زېږون په بدل کې له دوو تر شلو زرو افغانیو شېریني اخیستل کېږي.
د ده په خبره، ډاکټران په بېلابېلو پلمو د پیسو اخیستلو ته چل جوړوي او کله ناکله خو د امکاناتو د نهلرلو ستونزه پلمه کوي.
ځېنې ښځې دولتي زېږنتون کې له بېتفاوتۍ نیوکه کوي، وايي چې ښځینه ډاکترانو د زېږون لهپاره مشخص لګښت ټاکلی دی او هغه د ناروغانو له وتو مخکې ترلاسه کوي.
رخسار او شاعره پهدې باور دي چې د نه پام او کمزوري مدیریت له امله، د دولتي روغتون درمل په شخصي درملتونونو کې پلورل کېږي.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس حفیظالله جمشیدي په هره پلمه د جوزجان له اوسېدونکیو د پیسو اخیستل غیرقانوني بولي او وايي، له سرغړونکیو سره به جدي چلند وکړي.
دې وروستیو میاشتو کې د روغتیايي خدمتونو ټيټ کیفیت څخه د جوزجان اوسېدونکیو شکایتونه او د دولتي او غیردولتي روغتونونو له کاري کیفیته د چارواکیو نه څار او نه پام له مهمو ننګونو څخه دي.





