په افغانستان کې د افغان ـ تُرک د ښوونځیو عمومي ریاست د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له ۷ زرو فقیرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې وریجې، غوړي او ماکاروني شامل دي.
د دغه ریاست کارکوونکو لومړی فقیرو کورنیو د پېدا کولو په موخه سروې کړې او بیا يې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې کارتونه ویشلي، چې د دوی پر وینا مستحقینو يې نن دغه مرستې ترلاسه کړلې.
په افغانستان کې د افغان ـ تُرک د ښوونځيو ریاست ښوونیز مرستیال ایلماز آیتین وویل، چې دوی له ۲۳ کلونو راهیسې هر کال د روژې په میاشت کې له فقیرانو سره دا ډول مرستې کوي.
دی وايي، چې هر کال کورنیو ته د ۳ میاشتو مصرف ورکول کېدل، خو پر وینا يې سږکال د ځينو دلایلو له مخې دغه مرستې کمې شوې دي.
دی له نورو سوداګرو هم غواړي، چې له فقیرانو سره دې مرستې وکړي.
د افغان ـ تُرک د ښوونځيو مسوولان وايي، چې دغه مرستې د سوداګرو، ښوونځیو د زدهکړیالانو او استادانو له خوا شوې دي.





