
د خوست هغو ۳۶ نوماندانو ـ چې د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې یې نومونه نهدي راغلي ـ نن يې په غبرګون کې له سهاره د خوست ـ ګردیز لویه لار تړلې ده .
لاریونوال د خوست دوه منده ولسوالۍ بازار کې را ټول شوي او که کوم موټرچلوونکي به له کومې غلچکۍ لارې د وتلو هڅه کولکه؛ لاریونوالو به یې د موټر ښیښې ورماتې کړې.
د دغو معترضو نوماندانو له ډلې عبدالولي واحدزي او نصیر حقمل وویل چې دوی به تر هغو د لویو لارو په تړلو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې د ټاکنو کمېسون بیا ځلې رایې نه وي شمېرلي.
دوی په خوست ولایت کې د ۹۰ مرکزونو رایې ـ چې درغلي پهکې شوې ـ له سره وشمېرنه غواړي.
د ولسي جرګې له ټاکنو را وروسته دا څلورم ځل دی چې نوماندان لاریونونه کوي او د ټاکنو له کمېسونونو غواړي چې د دوی رایې له سره وشمېري؛ خو څوک یې خبره نه اوري.
بلهخوا د خوست د ټاکنو کمېسون مشر شاهجهان سرداري د نوماندانو اعتراضونه او غوښتنې په حقه بولي؛ خو وايي چې د دوی ولایتي دفتر د ټولو رایو بیا شمېرنې صلاحیت نهلري.
د خوست او ګردیز لار چې له سها ر راهیسې تړل شوې؛ زیات ناروغان او مسافر په موټرو کې انتظار پاتې او د نوماندانو دغه اعتراضونه د حل لار نه بولي.
په لاره کې دوه تنه بند پاتې مسافر وايي، په هره لاره ګودر چې تېرېږي؛ د لاریونوالو له لوري پرې ګوزارونه کېږي. دوی غوښتنه کوي چې عامو خلکو ته دې خنډونه نه جوړوي.
له دغه لاریون او لارو تړلو وړاندې همدغو معترضو نوماندانو یوې خبري غونډې ته ویلي وو، که غږ یې وانهاوریدل شي؛ نو ټولې لارې به وتړي او راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو سره به پرېکون اعلان کړي.





