
د جوزجان ولایت منګجیک ولسوال مطیع الله احسان سلاموطندار سره په خبرو کې وايي، وسلهوال طالبان د دې ولسوالۍ په ۲۵ هغو کلیو چې د دغې ډلې ترواک لاندې دي په میاشت کې له هر یو کلي له ۷۵ تر ۸۰ زرو افغانیو باج اخلي او د هر کلي لهپاره یې یو مالي مسوول ټاکلی دی.
ولسوال وايي، له دغه شمېر کلیو طالبان په هره میاشت کې دوه میلیونه افغانۍ پيسې راټولوي.
د دغې ولسوالۍ ځېنې استوګن هم وايي، طالبانو خبرداری ورکړی د سرغړاوي پرمهال به یې محاکمه کړي.
د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري وايي، وسلهوالو طالبانو د منګجیک سربېره د دې ولایت په څلورو نورو ولسوالیو کې له ۲۰ تر ۲۵ زره جریبه دولتي ځمکه خلکو ته په اجارې ورکړې او په زور سره له خلکو پیسو اخلي.
له څو میاشتو راهیسې د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د طالبانو حضور پراخ شوی دی. دغهراز قوش تپه او درزاب د جوزجان نورې هغه ولسوالۍ دي چې داعش ډله په کې حضور لري.





