.jpg)
محمدواثق د یوې ګولې ډوډۍ پیداکولو په موخه دوځلې د بودا ښار سره خدای په اماني وکړه او ایران ته ولاړ. دویم ځل د وټییزو ستونزو له امله اړ شو چې خپلې زدهکړې هم نیمګړې پرېږدي. نوموړي د سفر د سختیو او څه ډول په نیمروز کې په انساني قاچاقبر وپلورل شو کیسه کا.
قاچاقبر له واثق او نورو افغانو پناغوښتونکیو سره د سوداګریزو توکیو په ډول چلند کوي او په یو موټر کې چې د څلورو تنو د ځاییدو ظرفیت لري ۱۰ تنه ور تخته کوي. واثق د زښتو سختیو له ګاللو وروسته ایران ته رسېږي؛ له څوو میاشتو وروسته د پولیسو لهخوا نیول کېږي او پنډغالي ته ورلېږدل کېږي.
وايي، که په پنډغالیو کې د ملګرو ملتونو پلاوی موجود وي پناغوښتونکي ستونز نهلري، که پلاوی نه وي موجود؛ د ایران پولیس په پناغوښتونکیو پنډغالي او تشنابونه پاکوي او دغهراز شاقه ساختماني چارو ته یې اړباسي.
د واثق په خبره، ځېنې ایراني سرتېري پناغوښتونکي سپکوي او سپورې ورته وايي. دغهراز مهاجرین په سختو ځایونو کې د شاقه کاري شرایطو لاندې په خورا کمې مزدورۍ کار کوي. کاري او روغتیايي بیمه نهشته که چېرې د کار څښتن مزدورکارو ته خپله مزدوري ورنه کړي؛ هېڅوک او هېڅ داسې بنسټ نه شته چې د د غو حقوقو پوښتنه وکړي.
دا یوازې د واثق کیسه نهده، بلکې ډېر زیات بامیانیان د کاروبار لهپاره ایران او پاکستان ته تللي دي.
جواد صادع د بامیانو ولایت یکاولنګ اوسېدونکی دی. ۱۷ کاله یې په پاکستان کې مزدوري کړې. دی د پاکستان له امنیتي ادارو په ځانګړي ډول له پولیسو سختې ګیلې لري. وايي، هېڅ افغان پولیسو ته له بډو ورکړې پرته نه شي کولی ځان ترې خلاص کړي.
جواد صادع وايي، د کندهار ـ پاکستان پر لویه لار په ځلنو مسافر تري تم شوي او زیاتوي له باوري کسانو یې اورېدلي چې یوشمېر پاکستاني اربابان له افغان وګړیو په خپلو جرېبونو سترو کروندو او بڼونو کې د مرګ تر ورځې د مریې په توګه کار اخلي.
د صادع په باور، د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان سره د کړیو ژمنو خلاف په میلیونو ډالر مرسته ترلاسه کوي، خو له افغان کډوالو سره هېڅ ډول مرسته نه کوي.
د دغو پېښو خلاف او د مهاجرو قاچاق پرضد د مبارزې قانون د څلورم څپرکي ۲۴ماده پربنسټ، «قاچاق شوی مهاجر له نیولو، غیرانساني ظلمانه مجازاتو او د سپکاوي ډکو چلندونو خوندي دی او دغهراز ټولې معیشتي، استوګنیزې، روغتیايي او ښوونیزې اسانتیاوې د دولت مالي امکاناتو په پام کېنیولو سره ورته برابرې شي.»
ځېنې راستانه شوي هېوادوال بیا د دولت هرکلی هم چندانې د زړه له تله نه ګڼي او وايي کډوال هېواد ته له راستنېدلو وروسته د سپکاوي او رټلو له څپو سره مخ وي.
.jpg)
په بامیانو کې د بشري حقونو ملاتړي وايي چې هم په کور دننه او په بهر کې له بامیاني کډوالو سره د نړۍوالو کنوانسیونونو پرخلاف عمل کېږي او د دې ولایت د وګړیو ان لومړني حقوق هم نقضېږي.
د بشري حقونو او مدني ټولنو همغږيکوونکی اسماعیل ذکي وايي، بامیاني کډوالو نه د لارو په اوږدو او کوربه هېوادونو کې په بېلابېلو ډولونو استفاده کېږي.
دی د خپلو سترګو لیدلی حالت بیانوي او وايي چې شاوخوا میاشت مخکې ۱۰ بامیانیان چې په ۱۲ او یا هم له ۱۲ ټولګي فارغ وو؛ د بېکارۍ له امله د قاچاقبرو له لوري ایران ته قاچاق شول چې لهبدهمرغه د همدې قاچاقبر په پلان د غلو له لوري ونیول شول او هر یو د خپلې کورنۍ پهواسطه د ۱۶۰ زرو افغانیو په بدل کې راخوشې شول.
ښاغلی ذکي ادعا کوي د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د علي کمیسارۍ د (UNHCR) له بنسټ نه پرته بل هېڅ اداره د بامیانو له کډوالو او بېځایوشو سره پرلهپسې مرستې نهدي کړي.
خو د بامیانو ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس عزیزالله امینیار د کډوالو سترې ستونزې د هغوی د ښاروندي حقونو په اړه د معلومات نهشتوالی، خطرونه او د کډوالۍ له قوانینو ناخبري ګني.
د ده په وینا، له بدهمرغه چې ډېر کډوال د خپلو حقونو په اړه د ناخبري په صورت کې د قاچاقبرانو له لوري پلورل کېږي، پهداسې حال کې چې دوی پهخپله رضا دا کار کوي چې دولت هم بیا عاملان نهشي نیولی.
د بامیانو د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس په خبره، د افغانکډوالو له ۱۵ نه تر ۲۰ سلنې پورې کډوال بامیانیان تشکیلوي.
د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون وايي د دولت دنده ده چې هېوادوالو ته عامهپوهاوی ورکړي او د ټولو امکاناتو په کارولو سره د دې ښکارندې ښکار نهشي؛ داسې ښکاري افغان دولت د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ پهدې برخه کې چندانې جدي عمل نهدی کړی.





