
یوې ټرافیکي پېښې د هرات ـ کابل پر لویه لار ۱۴ کسان ووژل او ۲۹ نور یې ټپیان کړل.
د فراه پولیسو ویاند محبالله محب سلاموطندار ته وویل، د وردګبابا شرکت اړوند یوه ۴۰۴ ډوله موټر چې له هراته کابل ته روان و، نن سهار شاوخوا ۳نیمې بجې د فراه ولایت، بکواه ولسوالۍ په «پوزک» سیمې کې له یوه ټېلر سره ټکر وکړ.
د محب په وینا، د وژل شویو کسانو په ډله کې ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي، د دې پېښې ۱۴ ټپیان د درملنې لهپاره کندهار او پاتې نور هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.





