
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، نن سهار شاوخوا ۶ بجې طالبانو د مرکز پلعلم اړوند د کډوالو په ښارګوتي کې د نوملیکنې یو مرکز په بمونو الوځولی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سلاموطندار ته وویل دغه مرکز د کډوالو په یو ښوونځي کې جوړ شوی و.
احمدزی وايي چې په دغه پېښه کې هېچا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو د ښوونځي ځېنې درسي خونې زیانمنې شوې دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او ډېرژر به دغه مرکز بېرته د ټاکنو د نوملیکنې لهپاره چمتو شي.
د ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولی وکیل سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر امنیت دوه برابره خرابه شوی دی که امنیتي ځواکونه د ټاکنو د نوملیکنې مرکزونو امنیت ټينګ نهکړي؛ ښايي دا لړۍ په لوګر کې ودرول شي.
وکیل زیاته کړه، ولس ناهیلې شوی او هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ټاکنو نوملیکنې له مرکزونو مرګوني خبرونه خپریږي.
تراوسه په دې اړه رسنیو ته طالبانو څه نه دي ویلي.





