
کابل ښاروالۍ او د ملکي خدمتونو او اداري سمون کمېسیون په ګډه غونډه کې د اداري چارو اسانه کولو بهیر په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کابل ښاروالۍ د ملکي خدمتونو معین مسیح الله محبوب وویل، د اداري چارو اسانه کولو بهیر د اداري کارونو په برخه کې د خلکو ستونزې کموي او کابل ښاریان له دې وروسته په اسانۍ سره له خدمتونو برخمن کېدی شي.
محبوب وايي، چې د استحقاقي ځمکو کاري بهیر، د صفايۍ محصول تحویلول، استملاک، د ځمکو وېش، استملاکي جایدادونه او د لومړۍ قبالې د اخیستلو پړاونه یې اسانه کړل.

مسیح الله محبوب وویل، د صفایۍ محصول تحویلولو بهیر له ۱۴ ورځو ۳ ورځو ته را کم شوی او همدا ډول د استملاک بهیر، د ځمکې او جایداد وېش بهیر له ۳۵۱ ورځو ۳۰ ورځو ته ټیټ شوی دی.
ده وویل، د لومړۍ قبالې د اخیستو پړاونه له ۸۴ ورځو ۶ ورځو ته را کم شوی دی.
د ملکي خدمتونو او اداري سمون کمېسیون رییس احمد مسعود توخي وايي، چې له دې بهیره مخکې په ادارو کې کاري پړاونه پېچلي وو او د اداري بهیر په اسانه کولو سره د فساد کچه راکمېږي.
د ملکي خدمتونو او اداري سمون کمېسیون چارواکي وایي، په تېرو ۷ میاشتو کې له ۱۵۹ اداري سستمونو ۹۴ یې د دې کمېسیون په مرسته ارزول شوي او ۵۷ نور اداري سستمونه خپله د ادارو له خوا ساده شوي دي.





