فوکس پراختیايي ادارې په تازه نظر پوښتنې کې ویلي، چې ۹۱سلنه هېوادوال په دې باور دي، چې ښاروالیانې په فساد کې ښکېلې دي.
د دې نظر پوښتنې پر بنسټ ۸۱ سلنه خلک په ښارونو کې د ښاروالیو له چارو ناخوښ دي.
په دې نظر پوښتنه کې راغلي، چې ۲۵،۳۷ سلنه خلکو د پاکو اوبو نه موجودیت، ۱۳،۳۷ سلنه د خځلو د نه پاکولو، ۱۲،۱ سلنه د تفریحي پارکونو له نه شتوالي، ۱۰،۴ سلنه خلکو د مېرمنو له پاره د ځانګړیو مارکېټونو نه موجودیت، ۹،۹۹ سلنه د ښار په کوڅو، واټونو او سړکو د ادرس له نه شتوالي ۹،۰۲ سلنه د موټر د تمځای نه موجودیت، ۶،۴۴ سلنه په ښار کې د عمومي تشنابونو له نه شتوالي، ۳،۱۴ سلنه د مېرمنو له پاره د فاتحې د تالارونو له نه شتوالي او ۱،۶۹ سلنه خلکو په ښارونو کې د هديرې له نه شتوالي شکایتونه کړي دي.
د فوکس پراختیايي ادارې نظرپوښتنه ښيي، چې د افغانستان ښاروالۍ هېوادوالو ته د حساب ورکولو ميکانېزم نه لري او ښاریان په دې هم نه پوهېږي، چې د ښاروالیو کلنۍ بودیجې څومره ده؟
دا نمونه یې سروې "ښار، ښاروال او ښاریان" نومېږي؛ چې د افغانستان د ټولو ولایتونو په مرکزي ښاروالیو کې شوې او د ښاروالیو بېلابېل اړخونه په کې څېړل شوي دي.
د فوکس پراختیايي ادارې وياند عبدالنافع همت وايي، دغه سروې د شپږو میاشتو په ترڅ کې د ۹ زرو او ۱۰۰ تنو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ برابره شوې ده، چې په پوښتل شويو خلکو کې ۳۳ سلنه مېرمنې، ۶۷ سلنه نارينه، ۴۷ سلنه لوستي او ۵۳ سلنه نالوستي خلک شامل دي.
د دې ادارې په نظرپوښتنه کې راغلي، چې نورستان ولایت تراوسه ښار او ښاري خدمتونه نه لري، نو په دې ولایت کې څوک نه دي پوښتل شوي.
په شوې نظر پوښتنه کې ۹۴،۴ سلنه خلکو د ښاروالیو د عامه شکایتونو د تنظیم له پاره د میکانېزم له نه شتوالي، ۹۱ سلنه خلکو د ښاروالیو په چارو د رسنیو، خلکو او مدني ټولنو د څار له پاره د میکانېزم نه موجودیت شکایتونه، ۵۳ سلنه خلکو د ټاکنو د قانون تر تصویبېدو پورې د ښاروالانو د انتصابي کېدو غوښتنه کړې او ۳۷،۴۷ سلنه خلکو ملکیتونو د ثبتونو غوښتنه کړې ده.
د دې نظر پوښتنې په یوې برخه کې د افغانستان په کچه د لس خدمتګارو ښاروالانو نومونه هم راوړل شوي.
د فوکس پراختیايي اداره وايي، په ښارونو کې امنیتي حالت ښه دی او باید ښاروالان انتخابي وی، خو تر اوسه پورې د ښاروالیو له پاره ټاکنې نه دي شوي.
دوی وايي، چې اوس هم د ښاروالیو قانون د طالبانو له حکومت نه راپاتې دی او همدا یو پلي کېږي.





