د خُسر له خوا پر ناوې جنسي تېری:” دوه ځلې يې راته د خوب ګولۍ راکړي”

د تخار ولایت، چال ولسوالۍ د زمبورک کلي اوسیدونکې ۱۷ کلنه مینګ بي‌بي سلام‌وطندار ته وویل، چې د ملا طاهر په نوم خُسر يې دوه ځلې پرې جنسي تیری کړی دی.

د نوموړې پرخبره، د لومړي ځل له‌پاره خُسر يې ورته د خوب ګولۍ (د خوب ټابلیټ) ورکړي او بیا يې پرې تجاوز کړی، خو په دویم ځل يې بیا بیګاه شپه د هغې د خوب کوټۍ ته ورغلی او تيری يې پری کړی دی.

مینګ بي‌بي زیاتوي، چې ۱۰ میاشتې وړاندې خال‌الدین په نوم د یو هلک له خوا، چې د ملا طاهر زوی دی د لومړي ځل له‌پاره پرې جنسي تیری وشو او بیا په محکمه کې ورسره نکاح وکړه، خو د ماشومانو د تربيې په مرکز کې له ۳ میاشتې تېرولو وروسته ازاده شوه او د خپل خُسر کور ته ورغله.  

د نوموړې پر وینا، خال‌الدین اوس‌مهال په حبس کې پروت دی.

مینګ بي‌بي سلام‌وطندار ته وویل، چې ورور يې د دې د وژلو پلان لري او که يې امنیتي مسوولین ځاني امنیت و نه ساتي نو د خپل ورور پواسطه به ووژل شي.

له بل لوري د جوزجان د پولیسو قوماندان فقیر محمد جوزجاني هم تایدوي، چې نن (پنجشنبه جون۲۲مه) د مینګ بي‌بي په نوم یوه ځوانه ښځه د پولیسو قوماندانۍ ته ورغلۍ او ادعا يې کړې، چې د خُسر له خوا پرې جنسي تېری شوی دی.

جوزجاني وايي، چې ملاطاهر د پولیسو له خوا نیول شوی دی او څېړنې ترې روانې دي.

د امنیه قوماندان پر وینا، ځينې سیمه‌ییز قومي سپین‌ږیري د دغې موضوع د حل په موخه چال ولسوالۍ ته ورغلي.

له بل لوري بیا د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم آرا حواش وايي، چې دوی د نجلۍ د ځان نه خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

نوموړې د افغان امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې ښځې د امنیت د ټينګښت په اړه هڅې وکړي او د تالقانو ښار ته يې وليږدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام