د ډاکټرانو اندېښنه: په کندهار کې د شري ناروغي ډېره شوې ده

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دې ولایت کې د شري (سرخکان) ناروغۍ زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

دې ریاست کې د خپرېدونکيو ناروغیو څخه د وختي خبرتیا د څانګي مسوول ډاکټرمحمد سرور فیروزي نن چهارشنبې د (جنورۍ پر ۲۵مه) سلام‌وطندار ته وویل، په وروستیو کې له دوی سره په شري «سرخکان» ۵۷۵ تنه ماشومان راجسټر شوي دي.

د ده په خبره، له دې شمېري يوازې ۵۳۱ تنه د کندهار د ښار له ۹مې ناحیې څخه ور وړل شوي دي.

فیروزي زیاتوي، دا ټول هغه ماشومان دي، چي د شري ناروغي يې پرې ژوره اغېزه کړې ده. دی همداراز وايي، چې دې ماشومانو پر کندهار سربېره د زابل، هلمند، روزګان، نیمروز او فراه ولایتونو څخه د میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه کړې ده.

د ده پر وینا، په دې وروستیو کې د کندهار د یو شمېر ناامنیو ولسوالیو ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو څخه هم د جګړو له امله زیات بې‌ځایه شوي کډوال د کندهار ښار ۹مې ناحيې ته تللي اود دغې ناروغۍ په خپرېدو کې لوی لاس لري.

د کندهار د روغتیا په ریاست کي د خپرېدونکو ناروغیو څخه د وختي خبرتیا د څانګې مسوول همدارنګه وویل، د دې ساري ناروغۍ د خپرېدو علتونه ناامنۍ، مهاجرتونه او کمزوری اقتصاد ګڼي.  

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د کوچنیانو په څانګه کې ډېری همدا په شدیدشري اخته ناروغان بستر دي. دوی له خپلې ناروغۍ سخت کړيږي.

دوې تنې مېرمنې بي بي‌حوصله او کریمه، چي د کورنۍ ماشومان يې د درملني له‌پاره راوړي؛ وايي چې شاوخوا یوه اوونۍ کېږي، چي ناروغ ماشومان يې د شري له سختي ناروغۍ ځورېږي.

دوی غواړي، چي د ناروغانو سمه درملنه یې وشي.

ډاکټران له کورنیو غواړي، چي له هر څه لومړی خپل ماشوم د نژدې ډاکټرانو په لارښوونه واکسین کړي او په یخ موسم کې يې تاوده وساتي، چې پر بدن يې د شري ناروغۍ دانې په اسانۍ راوخېژي او بېرته په اسانۍ وچي شي.

د روغتیا پالان وايي، چې د دې ناروغۍ پر وخت باید ماشومان ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز ته ورسول شي، ځکه کورنۍ، چې په سخت شري اخته ماشومان په کورنیو درملو نه ښه کېږي.

هغه کسان د شري ناروغۍ پر ضد واکیسن شوي نه وي یا یې په ژوند کې شری نه وي تېر کړی؛ ډېر ژر په دې ناروغۍ اخته کېدلی شي. روغتیاپالان ټینګار کوي، هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلو کم وي او په خوارځواکۍ اخته وي؛ ډېر ژر په شري اخته کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام