د تخار د عالمانو رییس تر قانوني پلټنو لاندې نه راځي

تیره ورځ په تخار ولایت کې د دیني عالمانو د شورا رییس مولوي عبدالصمد په خبرو کې میرمنو ته بې‌حیا طایفه ویلې وه.

د یاد ولایت د دیني عالمانو د شورا د رييس دا څرګندونې د مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو له توندو نیوکو سره مخ شوې او دا یې ټولو ښځو ته سپکاوی وباله.

په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنيو فعالانو هم د دې موضوع په اړه ډول ډول څرګندونې کړي او له عدلي او قضايي ارګانونو یې غوښتي، چې یاد شخص تر پلټنو لاندې ونیسي.

خو د تخار د والي ویاند سنت تیمور وایي، د تخار د عالمانو شورا رييس ورته ویلي، چې لفظي تېروتنه یې کړې.

تېمور وايي، دا چې مولوي عبدالصمد خپله تېروتنه منلې، نو په همدې دلیل تر قانوني پلټنو لاندې نه راځي.

د تېمور پر وینا، د تخار د عالمانو شورا رییس ورسره ژمنه کړې، چې بیا به دا ډول تېروتنه نه تکراروي.

په همدې حال کې د تخار د علماو شورا رییس مولوي عبدالصمد  سلام وطندار ته وویل، چې دی میرمنو ته درناوی لري.

دی زیاتوي، چې تېره ورځ یې په خبرو کې موخه څو مېرمنې وې، چې د ناستې اداب یې نه مراعتول.

نوموړي وویل:"هغه میرمنې چې زما څرګندونې هغو ته متوجې وې، هغوی د غونډې اداب نوو رعایت کړي؛ تقبیح مې کړې،  خو یو شمیر میرمنې بیا هم حیثیت او شرافت لرونکې دې،  خو یوشمیر میرمنې چې بې ادبه وې ما هغوی ته خطاب وکړ چې له دې نه هم د ډېرو خبرو مستحقې هم وې".

د ښځو حقونو فعاله "اویژه اورژلان" وایي، د تخار عالمانو شورا رییس دا ډول څرګندونې به له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي. 

 اورژلان پروینا، عدلي او قضایي بنسټونه مکلف دي چې مولوي عبدالصمد تر تعقیب لاندې ونیسي.

هغې زیاته کړه: " ښځو ته غټ سپکاوی دی، د ښځې مقام ته، ښځه مور او خور ده، په ډاګه د رسنیو مخکې ادعا کوي چې ښځه بې عقله ده یا دسې هسې، دغه سړی ملا دی که بل هرڅوک باید ټینګ او د قانون منګولو ته وسپارل شي ."   

ښځو چارو وزارت ویانده کبرا رضایي هم د تخار عالمانو شورا رییس نیول کیدو غوښتنه کړې، ددې پروینا دغه ډول کسانو ته سزا ورکول به، د داشان څرګندونو مخه ونیسي.

د تخار عالمانو شورا رییس د ښځو په اړه لانجمنو څرګندونو له امله مشهور دی، تردې مخکې یې هم ښځې ناقص العقله بللې وې او دغه راز، ده په یوه لاریون کې له داعش ډلې یو ډول ملاتړ هم کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام