
په پروان ولایت کې د وژونکو سېلابونو له راوتلو اووه ورځې تېرېږي. چارواکي وايي، دغو سېلابونو ۱۴۰ کسان مړه کړي او ۱۳۰ نور یې ژوبل کړي، خو د ورکو او لاندې شویو کسانو د موندلو عملیات لا هم دوام لري.
له دغې طبیعي پېښې وروسته پروان ولایت ته د بشري مرستو سېل هم ور روان شو. په دغو ډلهييزو او انفرادي مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پیسې او غیرخوراکي توکي شامل دي.
د پروان مرستیال والي شاهولي شاهد وايي، حکومت چمتو دی چې د نړیوالو سازمانونو د رسمي مرستو په اړه حساب ورکړي، خو د خیریه بنسټونو او کسانو د مرستو وېش لپاره د یوه مکانېزم نشتوالي له امله ښايي یادې مرستې پر اړمنو کسانو و نه وېشل شي.
په همدې حال کې د پروان د مدني ټولنې غړي وايي، د پېښې په شپږمه ورځ یې د نارسمي مرستو د وېش مسوولیت اخیستی او له نورو ورځو یې په سمه توګه وېش پیل کړی دی.
د پروان د مدني ټولنې بنسټونو مشر محمدشفېع مشفق وايي، دوی د نړیوالو سازمانونو د زرو کورنیو له سروې سره کار نه لري او د خپلې سروې له مخې یې پر زرو کورنیو د هغو مرستو وېش پیل کړی چې د خلکو لهخوا شوې دي.
د پروان په مرکز چاریکارو کې سېلاب ځپلي بیا وايي، سره له دې چې حکومت له سېل ځپلیو سره د نغدي او نانغدي مرستو خبره کوي، خو نه یوازې مرستې یې نه دي ترلاسه کړې، بلکې ورته د اوښتو زیانونو سروې یې هم نه ده شوې.
د چاریکارو د سېل ځپليو له ډلې محمدسالم، جاناغا او محمد سرور وايي، سېلابونو یې د کورنۍ غړي ترې اخیستي او کورونه یې هم ویجاړ کړي، خو تر اوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.
د دوی په وینا، پروان ته د حکومت ترڅنګ، له بېلابېلو خواوو مرستې ورځي، خو اړمنو کسانو ته نه ورکول کېږي او ان د خلکو لهخوا چور کېږي.
د پروان محلي حکومت د دغه ولایت په مرکز کې د سېلابونو له راوتلو وروسته مرستې په دوو برخو، یعنې هغه مرستې چې د حکومت او نړیوالو مرستندویه موسسو لهخوا کېږي او هغه مرستې چې په نارسمي توګه له سېل ځپلیو سره کېږي، وېشلې دي. د چارواکو په وینا، د یادو مرستو لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړي، خو د دغې کمېټې کار هم تر اوسه له ګڼو پوښتنو سره مخ دی.





