«د کان کیندلو جواز هغه څوک اخلي چې وزګار وي»

د پروان ولایت ګل‌غونډۍ ښار ګوټي د درې‌کلان په یوې غونډۍ کې ماشینونه د ډبرو کان په کیندلو بوخت دي او کاریګر دغه ډبرې موټرو ته پورته کوي. د کابل ـ بهسود ودانیز شرکت د دغه ښارګوټي کان کېندلو کار په غاړه لري.

د پروان ولایت د کانونو رییس عبدالاحد اسد وايي، کابل – بهسود شرکت د چاریکارو په ښار کې د یو اعشاریه ۷ کیلومتره سړک پخولو قرارداد لاسلیک کړ؛ ورسره په یو وخت کې یې د درې‌کلان کان کیندنې او د کرش شګو بارولو غوښتنلیک هم د پروان کانونو ریاست ته وړاندې کړ.

څنګه چې معلومیږي، د دغه سړک پخولو چارې ځنډول شوي او ښاغلی اسد هم ادعا کوي چې دغه شرکت په نامعلومو دلایلو سره د کان کیندنې قرارداد هم له منځه وړی دی.

سره له دې چې د کان کیندنې د قرارداد له فسخه کېدو دوه میاشتې تیریږي، خو کابل – بهسود شرکت د پروان ولایت د امنیتي بنسټونو او کانونو ریاست تر سترګو لاندې هره ورځ له درې‌کلان کان څخه تر۱۰ موټرو ډبرې او شګې وباسي او په بدل کې یې حکومت ته تراوسه یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.

د کابل – بهسود ودانیز شرکت کارګران نعمت‌الله او توپان وايي، دغه کان کې نږدې لس کارګران کار کوي او په ورځ کې تر لسو موټرو تیږي باروي.

دا چې ونه توانېدو د کابل – بهسود شرکت له اصلي مسوولانو سره خبرې وکړو، خو بلاخره د دغه شرکت یوشمېر انجینیران او د کار خاوندان خبرو کولو ته حاضر شول، ترڅو د غیرقانوني کان کیندنې او چاریکارو کې د سړک جوړولو کار ځنډولو په اړه ځواب ووايي.

د کابل – بهسود شرکت انجینیر رحمت ګل وايي، دغه شرکت د بسم‌الله په نوم یوې واسطې نه په کار اخیستو قرارداد لاسلیک کړی او دغه کس خپله د پروان د کانونو له ریاست سره قرارداد کړی دی.

د چاریکارو ښار کې د سړک جوړولو پروژې مسوول محمد قاسم خبرو کې هم ګډوډي له ورایه ښکاري. هغه د یوشمېر زورواکو لاسوهنې او د سړک جوړولو پروژې کار درولو ته اشاره کوي او بیا ادعا کوي چې شرکت توانېدلی د درې‌کلان کان کیندنې له‌پاره د موخو لرونکیو کسانو هوکړه ترلاسه کړي. د چاریکارو ښار سړک جوړولو پروژې مسوول د جواز لرلو په اړه وايي:«د کان کیندلو جواز هغه څوک اخلي چې وزګار وي.»

 دا چې دغه هوکړه څه ډول ترلاسه شوې او څه ډول هغه کسان چې د کان قانوني کیندلو مخنیوی یې کولو؛ اوس غیرقانوني کان کیندنې ته چمتو شوي؛ هېڅ معلومه نه ده.

د شرکت مسوولان همدارنګه وايي، د کان کیندنې په موخه د هوفیان ښارګوټي له چارواکیو سره هوکړې ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې دغه ښارګوټی له کان سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

په داسې حال کې د درې‌کلان له کان څخه کابل – بهسود شرکت کیندنې کوي چې د پروان والي دفتر یې په یو کیلومترۍ کې دی؛ خو د والي ویانده وحیده شهکار وايي، هغوی د دغې قضیې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د امنیتي بنسټونو نظر ترلاسه کولو له‌پاره د پروان ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ ته ولاړو؛ په لومړۍ ورځ د امنیې قوماندان او د امنیت امر په ګډون هېڅ کوم امنیتي مسوول په خپل کاري دفتر کې نه وواو په دویمه ورځ هم د پروان پولیسو قوماندان محمدزمان مموزي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د درې‌کلان ډبرو کان د چاریکارو ښار په لوېدیځ او د ګل‌غونډۍ تفریحي سیمې سره خوا کې پروت دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام