دایکندي کې د سپو جنګولو پر سر د جنجال له امله یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي

د دایکندي سیمه ییز چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د "سنګ تخت" او "بندر" ولسوالیو د ۳ اوسېدونکو تر منځ د سپو جنګولو پر مهال لانجه رامنځ ته شوې.

د سنگ تخت او بندر ولسوال ضامن پویا سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (سه شنبه جون ۸مه) یوه بجه د سنګتخت او بندر ولسوالۍ اړوند په تلخک کلي کې هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د سپو له جنګ وروسته مالکان يې په خپلو منځو کې نښلي، چې يو يې تومانچې ته لاس کوي او د ډزو وروسته د زهرا په نوم یوه ښځه وژل کيږي او ۳ نور ټپيانيږي.

دی وايي، چې د پېښې ټپيان د دایکندي ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسوال وايي، چې د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی او د پېښې عامل هم په تېښته بریالی شوی دی.

په دې وروستیو کې د حیواناتو په ځانګړي ډول د سپو جنګول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ په یو دود او تفریح بدل شوي.

زیات وخت سیمه ییز قوماندانان او نور زورواکان په خپلو کورونو کې قوي او جنګي سپي ساتي او په بېلابېلو مناسبتونو کې دغه سپي سره په جنګ اچوي او شرطونه پرې تړي.

له بل لوري فرهنګي فعال او ورځپاڼه لیکونکی اسحاق اکرمي هم سلام وطندار ته وویل، چې د سپو جنګول د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په یو فرهنګ بدل شوي او باید د دغه ناوړه فرهنګ مخه و نیول شي.

د ویلو ده، چې د سپو جنګول اوسمهال په ایران، عراق، افغانستان، ارمنستان، ترکمنستان، پاکستان، هند روسیه، جنوبي افریقا ځېنو سیمو او نورو هېوادونو کې مروج دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام