برېښنا شرکت ۳۰ مېتر‌‌لوستونکي د فساد په تور له دندو ګوښه کوي

افغانستان د برېښنا رسولو «برېښنا شرکت» ویاند وحیدالله توحيدي سلام وطندار ته وویل، په دې ریاست پورې تړلي هغه مېترلوستونکي چې په بيلونو کې له شوي لګښت زیاتې پيسې لیکي او په بېلابېلو پلمو د پیسو غوښتنه کوي؛ له دندو لرې کړي.

توحيدي وايي، د دا ډول مامورانو شمېر تر ۳۰ تنو رسېږي، چې له دندې نه د لرې کولو وروسته به یې دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ده په خبره، هغوی چې په دندو کې ناغېړي کوي، د مېترونو سم حساب ته پاملرنه نه کوي او یا له خلکو نه په غیرقانوني توګه پیسې اخلي؛ له دندو لرې کېږي.

په همدې حال کې د کابل ښار ځېنې اوسېدونکي د برېښنا شرکت د دې کار ستاینه کوي، زیاتوي، چې مېترلوستونکي د دوی د کړي مصرف نه زیاتې پیسې په بيل کې لیکي.

د کابل ښار د څلورم مکروریانو او خوشال خان مېنې دوه تنه اوسېدونکي داود شاه مل او سید محمد سلام وطندار ته وویل، که د مېترلوستونکیو په کارونو کې ستونزه نه وی؛ له دندې نه د ګوښه کېدو اخطار به نه ورکول کېد.

دوی زیاتوي، چې کله ناکله پرې د نورو دورو نه څو چنده زیات لګښت راځي، چې ټوله پړه یې د مېترلوستونکیو پر غاړه وي.

په همدې حال کې د برېښان رسولو شرکت چارواکي له کابل ښاریانو غواړي چې د فساد په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.

دوی ټینګار کوي، هغه کسان چې له خلکو غیرقانوني پيسې غواړي؛ په نښه او په اړه یې دې شرکت سره معلومات شریک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام