د بشر حقونو کميسيون: بلخ کې د طالبانو له لوري د ۷ ملکيانو وژل جنګي جنايت دی

افغانستان کې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون وايي، د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ۸ ملکيانو برمته کول او بيا د هغوی وژل د بشر د حقونو ښکاره نقض او جنګي جنايت دی.

بلخ کې امنيتي سرچينو د چهارشنبې په ورځ د حمل مياشتې په شلمه نېټه وويل چې طالبانو د شولګرې ولسوالۍ «جرهای نهر» سیمې نه ۸ ملکيان تښتولي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

اوس مهال د بشر د حقونو کميسيون وايي، په دې ملکيانو کې ۳ يې ماشومان وو چې یو ماشوم يې ټپي شوی دی.

له ياد کميسيون نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملکيانو وژنه غندل شوې او د طالبانو ياد کار يې جنګي جنايت ياد کړی دی او يو ځل بيا يې د دولت له مخالفو وسله‌والو غوښتي چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د بې‌ګناه کسانو او ملکيانو له وژلو ډډه وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياد کميسيون همداراز له حکومته غواړي چې د هېوادوالو د امنيت په ساتلو کې جدي ګامونه پورته کړي.

په دې تړاو:

طالبانو بلخ ولایت کې ۸ ملکي وګړي وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام