د ناروغۍ پر وخت ډاکټر سره مرسته کوونکی واوسئ!

د هر ډول ناروغۍ او روغتيايي ستونزې په اړه له خپل ډاکټر سره په بشپړ ډول مرسته کوونکی او همکار واوسئ؛ ځکه چې د کره تشخیص او بشپړې درملنې له پاره ډاکټر او د هغه ناروغ/ ناروغه د يو او بل له پاره لازم او ملزوم دي.

داسې و انګېرئ، چې ستاسو ډاکټر نه يوازې ستاسو معالج او طبیب دی، بلکې ستاسو يو خوږ او صميمې دوست دی، په واضح او څرګند ډول د خپلې ناروغۍ (روحې، فزيکې او هري روغتيايې ستونزې) په اړه ورسره په خورا مینه خبرې اترې وکړئ او د هر ډول اړوندو رازونو غوټه مو د هغه مخ ته وسپړئ.

له بله پلوه د خپلې روغتيايې ستونزې په اړه مو د ډاکټر په انتخاب کې له خورا دقت او غوره کار واخلئ، د بېلګې په ډول، د خپل ډاکټر د پوهې تجربې، تخصص، مقابل برخورد، د هغه د معالجې او درملنې د پايلو او همدارنګه د هغه پخوانيو او اوسنيو ځانګړنو په اړه يې پوره ـ پوره معلومات تر لاسه کړئ او بیا وروسته ورته د ناروغۍ په حالت کې د تلو پرېکړه ورکړئ.

ډېر وخت ځېنې ډاکټران د زیات کار او فکري بوختيا له امله ستړي او په ښکاره غوسه ناک معلومېږي؛ خو په حقیقت کې داسې نه وي. ناروغ باید کوشش وکړي، چې په خورا مینه، صمیمیت او احترام سره خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي او په خورا ښه توګه خپله روغتيايي ستونزه ورسره شریکه کړي، د خپلې ناروغۍ د حملو د ډول او په ټوله کې د ناروغۍ پر وخت د درپېښېدونکي حالت په اړه مخکې له مخکې ښه فکر وکړئ او په ډېر لنډ ډول په اړه معلومات ورکړئ.

ځېنې وخت د شته روغتيايي ستونزي په اړه له ناروغ سره داسې موضوعات او خبرې وي، چې فکر کېږي، د ډاکټر له پاره به ډېرې مهمې او اړينې وي؛ خو په حقیقت کې به ډاکټر ته هومره اړينې او مهمي نه وي، لکه څومره چې ناروغ فکر کوي؛ خو ډېر کله بیا داسې خبرې او موضوعات هم له ناروغ سره پیدا کېږي، چې فکر کېږي، د ډاکټر له پاره اړينې نه دي، په داسې حال کې چې د کره تشخیص او درملنې له پاره به ډاکټر ته خورا مهمې او د پام وړ وي، په دې اړه باید د ناروغ له لوري ډاکټر ته لازم معلومات ورکړل شې؛ ځېنې وخت ډاکټر ستاسو خبره په نيمې کې قطع کوي او خپله پوښتنه مطرح کوي، په داسې وخت کې باید ناروغ ناسم برداشت وا نخلي او په خورا مینې د ډاکټر هرې پوښتنې ته په خورا دقیق ډول ځواب ووايي، چې د ناروغۍ په تشخیص او درملنه کې له ډاکټر سره د پام وړ مرسته کوي.

د ناروغۍ په حالت کې له لږ وخته ډېره ګټنه:

ناروغ باید د خپلې ناروغۍ په اړه خپل ډاکټر ته له هر څه مخکې خپل هدف ته اشاره وکړي او فکر ورکړي، چې ګويا د شته ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره له ده سره همکار دی او يا د ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره له خپل ډاکټر سره څه کولی شي؟

که چېرې د ناروغۍ د کره تشخیص له پاره اړوندې لابراتواري ازموینې ته اړتيا وي؛ دا پرېکړه يوازې او يوازي ډاکټر کولی شي او په کار ده، چې د ناروغ له لوري ورته اختیار ورکړل شې؛ خو ناروغ کولی شي؛ د ورکړل شويو يا توصیه شويو لابراتواري ازموينو يا Test  د اړتیا، مهموالي، وخت او زمان په اړه له خپل ډاکټر څخه پوره معلومات تر لاسه کړي او هر ډول لازمه پوښتنه وکړي، ځکه چې ډېر وخت ځېنې طبي معاینات چې په لابراتوارونو کې سرته رسېږي؛ دقیق او تثبیت نه وي آن ځېنې يې امکان لري، چې د لاندې پايلو لرونکې وي:

۱ـ False Negative : يا سهوا منفي پایله (منفي چې اصلا ازموينه يا ټېسټ د عمليې پر وخت او پایله مثبته معلومه شوې وي)

۲ـ False positive : يا سهوا مثبت پایله (مثبت چې اصلا ازموينه يا ټېسټ د عمليې پر وخت منفي ښودل شوې وي)

البته په دواړو حالاتو کې د لېبرانټ له لوري بیا ـ بیا ځلي معاینات کېږي، چې دقیقه او اصلي پایله لاسته راشي.

د طبي لابراتواري ازموينو په اړه باید لاندې پوښتنې په نظر کې ونیولې شې:

ـ ايا توصيه شوې ازموينه دردناکه ده؟

ـ ایا درد به يې د څه وخت له پاره همداسې دوامداره وي؟

ـ ایا کېدونکې ازموينه خطر لري، که نه؟ او ایا خطر به يې د ناروغۍ تر هغه زیات وي؟

ـ  ایا د قیمت او مالي لګښت له نظره ارزانه ده؟

ـ  ایا کوم بل ډول ازموينه چې خطر يې کم وي، په عینې کیفیت نسبت توصيه شوې ازموينې ته شته او که نه؟ او داسې نورې پوښتنې…

ځکه چې د کېدونکیو طبي ازموينو د اجرا، پایلو او راتلونکیو عواقبو په اړه معلومات ناروغ ته د دې ځواک ورکوي، چې پرېکړه وکړي او دا پوښتنه وکړي، ایا دا ازموینه وکړي او که نه؟ (په دې اړه ناروغ خپل تصمیم نیسې)

مېرمنې باید د خپل حمل او جنسي ناروغيو په اړه ډاکټر پوه کړي او همدارنګه باید خپل ډاکټر ته روښانه کړي، چې تر دا مهاله يې کوم ډول درمل خوړلي دي.

که چېرې د معایناتو په جریان کې له ناروغه کومه تېروتنه وشي؛ په کار ده، چې دا تېروتنه له خپل ډاکټر سره شریکه کړي، چې په اړه بېرته له سره غور وشي.

په عینې حال کې کوم درمل چې د درملنې په موخه د ډاکټر له خوا ناروغ ته توصيه کېږي؛ هم د اقتصادي حالت له نظره او هم د درملو د جانبي عوارضو له نظره ناروغ حق لري، چې له ډاکټره يې په اړه هر ډول اړوند پوښتنه وکړي او ډاکټر باید بشپړ معلومات ورکړي، پوه شې چې ایا توصیه شوي درمل جانبي عوارض لري، که نه؟ ایا توصيه شوي درمل د مسکن له پاره دي که د درملنې له پاره؟ ایا پرته له درملو د ناروغۍ د درملنې له پاره کومه بله لاره شته او که نه؟ قیمت يې څومره دی؟ ایا توصیه شوي درمل کم شروع او لږ ـ لږ زیات شي او که نه استعمال ته يې په ډول دوام ورکړل شي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د ډاکټر له لوري د توصيه شويو درملو د څرنګوالي او استعمال په باره کې ناروغ ته ډېره ګټه رسولی شي.

د جراحي عمليې په صورت کې باید يادونه وشي، چې د طب له نظره له هر ډول جراحي پروسې سره خطر تړلی دی، ناروغ نه يوازې هغه څوک دی، چې د جراحي عمليې په اړه تصمیم نیسې، بلکې د دې حق هم لري، چې په ده باندې د کېدونکې جراحي پروسې په اړه له خپل ډاکټره بشپړ معلومات تر لاسه کړي.

ناروغ د پرېکړې حق لري، چې ایا له خپلې ناروغۍ يا روغتيايې ستونزې سره  همداسې د ژوند تر پایه تګ کوي او که د جراحي عمليې له خطر سره مخ کېدو ته غاړه ږدي، په دې توګه هغه ناروغان چې پر هغوی باندې کومه جراحي عملیه اجرا کېږي؛ باید لاندي پوښتني په نظر کې ونیول شي:

ـ  د عملیاتي پروسې ځانګړتياوې او نوم په اړه باید پوښتنه وشي.

ـ باید معلومه کړي، چې ولي اړينه ده په ده باندي یاده جراحي پروسه اجرا شې؟ 

 ـ ایا د ده ناروغۍ پرته له اجرا کېدونکې جراحي پروسې د درملنې بله کومه لاره نه لري؟

ـ  د ډاکټر د تجربي پوهې په اړه باید معلومات ترلاسه کړي او هم معلومه کړي، چې د ده د ډاکټر د پخوانيو ناروغانو (چې عینې جراحي عملیه پرې اجرا شوې وي) روغتيايې وضعیت اوس څنګه دی؟

ـ ایا امکان لري، چې ډاکټر ده ته د بې هوښې له ورکړې څخه ډډه وکړي؟

ـ  ایا د عملياتي پروسې له اجرا وروسته امکان لري، چې ناروغي به يې په بشپړ ډول ښه شي او که نه اثرات به يې لا هم شته؟

ـ څومره وخت ته اړتیا ده، چې له عملیاتي پروسې وروسته روغتيا تر لاسه کړي؟

ـ د روغتون مالي لګښټ څومره دی او همدرانګه د ډاکټر د اجورې په اړه باید پوښتنه وشي.

ـ  د لګښتونو د سرچينې په اړه باید فکر وکړي او هم فکر وکړي، چې څوک شته د ده لګښتونه په غاړه واخلي.

ناروغ باید دې ته هم فکر وکړي، چې ایا د خپلي ناروغۍ د درملنې او اړوند طبي ازموینو د دومره لګښتونو د ورکړې توان لري، که نه؟

همدارنګه ډاکټر ته په کار ده، چې مخکې د عملیاتي پروسې څخه د خپل ناروغ د ستونزو او ناروغيو په اړه ځان  پوه کړي، چې یا بله کومه ناروغي؛ خو به نه لري؛ د بلي روغتيايې ستونزي لرل باید و پلټل شې، معلومه شې چې په شته ناروغۍ باندي کوم تاثر لري او که نه یې لري؟

د نورو ناروغيو د پلټنې له پاره په کار ده، چې ډاکټر خپل ناروغ د مشورې له پاره نورو اړوندو ډاکټرانو ته هم ولېږي او له هغوی سره يې هم په اړه مشوره وشي، چې په بشپړ ډول ناروغ د عملیاتي يا جراحي پروسې له پاره اماده شي؛ په دې توګه به هم د اجرا کېدونکې پروسې خطرونه را کم شوي وي او هم به د ناروغ  وېره کمه شوې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام