
د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ او د کابل د پوهنې رییس په درېيو بېلابېلو برخو کې ۲۵ میلیونه افغانۍ اختلاس کړی دی.
سلام وطندار ته د په لاس ورغلو اسنادو پر بنسټ، فاروق وردګ په خپله په دوو برخو کې اختلاس ته زمینه برابره کړې ده.
د پوهنې وزارت د داخلي ارزونې ریاست په راپور کې راغلي، چې د ۱۱۹ کرايي ساختمانونو له ډلې ۱۰ قراردادونه د دېوالونو جوړولو، ۷ د اجناسو د برابرولو او تدارکاتو له قراردادونو ۴ قراردادونه د نمونې په ډول څېړلې دي.
په ۱۳۹۳م لمریز نوي کال جشن کې د "۹۰۳۶۲۰۰" افغانیو اختلاس
د ۱۳۹۳م لمریز کال د وري میاشتې پر ۳مه نېټه د پوهنې وزارت پخواني وزیر فاروق وردګ پر محمد صدیق ولد سراج الدین او عبدالرزاق ولد عبدالباقي امر کوي، چې دغه پیسې د پوهنې وزارت د خدماتو رییس ډاکټر فضل الحق صاحبزي ته ورکړي.
خو د پوهنې وزارت د داخلي ارزونې پلاوي له څېړنو وروسته دا جوتېږي، چې په ۱۳۹۴م لمریز کال کې دغه پيسې د نوي کال جشن له پاره د شاګردانو د لېږد او د دوی د ماسپښین ډوډۍ په نوم اختلاس شوی.
خو ډاکټر فضل الحق صاحبزي بیا د دغو څېړنو په ځواب کې ویلي، چې د دوی لاس ته هېڅ پيسې نه دي ورغلي او ټولې پيسې د نجیب الله په نوم د نقدي معتمد سره دي.
د صاحبزي پر وینا، د ماسپښين ډوډۍ او د شاګردانو د حمل و نقل لګښت د نوروز جشن نمانځلو له کمېسیون سره محفوظ دی.
خو نجیب الله ولد محمد اسلم د پوهنې وزارت د تفتیش پلاوي ته ویلي، چې ۵ میلیونه افغانۍ يې د ارزونې پلاوي مخکې د تدارکاتو ریاست له معتمد محمد صدیق ولد سراج الدین او ۴۰۳۶۲۰۰ افغانۍ يې له عبدالرزاق ولد عبدالباقي، چې د پوهنې وزارت دفتر د ریاست معتمد دی نقدې اخیستي او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ په حکم يې خدماتو رییس ته تحویل کړي دي.
د څېړنو پلاوي په خپله نتیجه ګیرۍ کې غوښتنه کوي، چې فضل الحق صاحبزي سره د ۵ تنو نورو د تحقیقاتو له پاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د نوي کال په جشن کې د کابل ښار د پوهنې رییس او شریکانو له خوا د ۱۱۱۲۱۴۱۵ افغانیو اختلاس
په ۱۳۹۳م لمریز د نوي کال په جشن کې د پوهنې ریاست د "افغان کپيټل" او ""پاور پاینټ لوژستیکي شرکتونو سره درې قرارداد لاسلیکوي.
لومړی دوه قراردادونه، چې د افغان کپيټل لوژستیکي شرکت سره د ۸۱۲۶۲۱۵ افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي؛ د تدارکاتو د قانون مخالف دي او جالبه دا، چې د پاورپاینټ سره، چې کوم درېيم قرارداد لاسلیک شوی؛ هغه په کابل ښار کې هېڅ استازی یا هم دفتر نه لري؛ نو دغه اختلاس هم د نوي کال د جشن په نوم شوی دی.
همدارنګه په بل ځای کې د پوهنې ریاست د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ ته يې وړانديز کړی، چې د ښوونځیو ته د نجونو اخیستل شوي لباسونه د ولسمشر خوښ نه دي او د وخت د کموالي له امله باید نوي لباسونه د ورځني قیمتونو څخه په لوړ نرخ واخیستل شي، چې وردک هم د نوموړي وړاندیز منلی دی.
د دې وړاندیز پر بنسټ، د دغو جنسونو بیه له اصلي قیمت نه ۱۶۲۵ په سلو کې لوړ دي.
د بېلګې په ډول کندهارۍ او هراتۍ غاړې، چې په ښار کې يې قیمت ۸۰۰ افغانۍ دي؛ د دوی له پاره په ۱۳ زرو افغانیو اخیستل شوې دي.
د لاسته راغلو اسنادو له مخې، نه یوازې دا چې دغه ټول کارونه د قانون خلاف وو، بلکې په ځېنو مواردو کې ورته اداري اسناد هم جعلي جوړ شوي دي.
د دغو اسنادو پر بنسټ، د کابل د پوهنې رییس محمد سعید منصور، د کابل ښار د پوهنې ریاست اداري مرستیال محمد اصف انوري، د کابل ښار د پوهنې غیر رسمي کارکوونکی میا رحیم صافي، د ښاري معارف د خدماتو عمومي مدیر او د افغان کپيتل د شرکت رییس یرغل نادر له هغو کسانو دي، چې په دغه اختلاس کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د کمپیوټر په اخیستلو کې د کابل ښار د پوهنې رییس او د ده نورو ملګرو له خوا د ۴۴۹۰۰۰۰ افغانیو اختلاس
د دغو اسنادو نورې پاڼې ښيي، چې د ۵۰پايو کمپیوټرونو او ۵۰ پایو پرینټرونو د اخیستلو په موخه یو ځل بیا د پاورپاینټ له شرکت سره قرارداد شوی دی.
دغه قرارداد د نورو هغو درېیو قراردادونو په شان دی، چې د پوهنې ریاست د پاورپاینت او افغان کپيتل شرکتونو سره لاسلیک کړي وو.
د راپورونو له مخې، دغه قراردادونه هم جعلي وو او پاورپاینت شرکت په کابل کې هېڅ نمایندګي نه لري.
لومړني قیمتونه له درېيو کمپیوټر پلورنځیو (ویندوز، النوید او دوبي ـ اسیا) شرکتونو اخیستل شوي، خو دغه درې شرکتونه هم د پاور پاینت شرکت په شان په کابل کې نه شته او د شرکت د تایید مهر هم د اختلاس کوونکیو له لوري جعل شوی دی.
دغه جعل کاري هم د اختلاس زمینه برابره کړې او د اخیستلو قیمت یې د بازار د قیمت په پرتله ۲۰۲ په سلو کې زیات دی.
خو د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ بیا سلام وطندار ته وویل، د ده د وزارت پر مهال د نوي کال جشن نمانځلو په موخه يو ۲۰ کسیز کمېسیون جوړ شو؛ خو پر وینا، يې دغه کمېسیون د نوي کال د نمانځلو له پاره بودیجه ځانګړې نه کړه، په داسې حال کې چې نورې و ټولې ادارې د دې کار له پاره د خپلو ادارو بودیجه ځانګړې کوي.





