
ختیځو لایتونو کې د برېښنا شرکت مسوولان وايي، د ننګرهار ۲۲ فابریکو والاوو د ځېنو پرمختللیو میټرونو په لګولو سره له یاد شرکته د میلیونونو افغانیو برېښنا غلا کړېده.
د برېښنا شرکت رییس اکرامالله عابد نن جلالاباد کې خبري غونډې ته وویل چې د دې ۲۲ فابریکو له جملې یې له ځېنو هغو ۱۵ میلیونه افغانۍ راګرځولي؛ خو لا هم میلیونونه افغانۍ ترۍ تمې دي.
د ده په وینا، له مرکزه د مختلط هییت په راوغوښتلو یې دا ستونزه معلومه کړې؛ خو که یادې فابریکې دا بیلونه تحویل نهکړي؛ د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ په مرسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.
ختیځ کې د برېښنا شرکت رییس اکرام الله عابد وايي، اوس دوی دې فابریکو کې داسې ځیرک میټرونه لګولي چې که پیسې ونهلري؛ برېښنا به نهشي مصرفولی.
د برېښنا شرکت دغه چارواکی وايي، د ننګرهار د والي دفتر په شمول ځېنې دولتي ادارې، د کانال ریاست په شمول یو میلیارد او ۲۵۶ میلیونه افغانۍ قرضدارې دي چې پوره یو میلیارد یې د کانال قرض دی.

د ده په وینا، ځېنې کورونه، سوداګر او نور شاوخوا ۲۶۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې ټولټال یو میلیارد او ۵۱۶ میلیونه افغانۍ کېږي.
بلهخوا ځېنې مدني فعالان او عام خلک د برېښنا په بېعدالته وېش، په لوی لاس بېلونو کې د پیسو زیاتولو او د یاد شرکت له مامورینو سرټکوي. دوی دا تور هم پورې کوي چې د برېښنا شرکت خپل کارکوونکي ۲۴ ساعته برېښنا لري او له همدې برېښنا یې بیا په نورو هم په لوړ قیمت پلورلې دي.
دوی پهدې ریاست کې د پراخ فساد د مخنیوي غوښتنه کوي.
د برېښنا د پېسو نه ورکړل، نه یوازې په ختیځ، بلکې د ټول هېواد په کچه غټه ستونزه ده. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ان ځېنې ډېر پخواني او اوسني لوړ پوړي دولتي چارواکي د برېښنا د لګښت له امله میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.





