
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن (یک شنبه می ۱) د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې و کیلانو ته وویل، چې د هند او اماراتو هېوادونو سره په افغاني پاسپورټونو د ويزې لګولو ستونزې د حل په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.
په وروستیو څو میاشتو کې افغانانو د هند او اماراتو هېوادونو د وېزو اخیستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

په کابل کې د هند سفارت پر هغو هېوادوالو د ویزې ورکول بند کړي وو، چې د درملنې له پاره هند ته تلل.
رباني په کابل کې د هند سفارت دغه کار تایید کړ او زیاته یې کړه،هند دغه کار د دې له پاره کړی دی، چې د افغانستان له پاسپورټونو د ګاونډیو هېوادونو وګړیو استفاده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د هند هېواد د دغو ستونزو د حل له پاره طرزالعمل جوړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا، دوی د هند له سفارت سره په دې طرزالعمل ګډ کار کړی دی او دغه ستونزه به ژر حل شي.
همدا ډول رباني زیاته کړه، چې په هغه غونډه کې، چې د اماراتو له چارواکو سره لرله له دوی نه غوښتل شوي دي، چې د دې ستونزې د حل له پاره د پاسپورټونو په یوه پاڼه کې هغه مشخصات چې دوی یې غواړي ور زیاته یې کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې افغانان د بهرنیو هېوادونو د ویزې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د ارزونې له مخې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو بې ارزښته دی او له همدې امله څو ځلې خلکو شکایتونه هم کړي دي.





