
سلاموطندار ته رسېدلي اسناد ښيي، سره لهدې چې خالداسد نوم له پکتیکا ولایته د بریالیو نوماندانو لومړني نوملړ کې نهو؛ خو وروستي نوملړ کې د هغه نوم له محمدمیرزا کټوازي او نادرخان کټوازي وروسته درېیم راغلی دی.
د سلاموطندار موندنې په ډاګه کوي چې د بایومتریک له هغې دستګاه ـ چې غلا شوېوه ـ د ټاکنو په ورځ له پکتیکا ولایته د نوماند خالداسد په ګټه کار اخېستل شوی.

د پکتیکا ملي امنیت ریاست مکتوب کې ـ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استول شوی راغلي چې په« SVTAE003648» سریال نمبر سره د بایومتریک یوه دستګاه ـ چې چارجر او پرنټر هم ورسره دي او د مرکز ښرنې د «دلو» کلي بدر ښوونځي کې د رایورکولو سایټ پورې تړاو لري او د ټاکنو کارکوونکیو سره ساتل کېږي ـ د هغوی لاس ته لوېدلې دی. مکتوب زیاتوي، د معلوماتو لهمخې دغه دستګاه ولسي جرګې ته له پکتیکا د نوماند خالداسد په ګټه د درغلیو په موخه د رایورکولو سایټ ساتلې وه او د سایټ کارکوونکیو هم دغه سایټ کې د خالد اسد په ګټه کارولې ده.
د دغه مکتوب یوه بله برخه کې کې راغلي چې د سایټ کارکوونکیو ځکه د بایومتریک دغه دستګاه ځان سره ساتلې وه چې د رایورکولو بهیر له پای ته رسېدو وروسته ترې هم د خالداسد په ګټه کار واخلي چې د دې ادارې کارکوونکیو له لوري نیول کېږي.
دغه مکتوب کې د پکتیکا د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسونه غوښتل شوي چې د خالداسد رایې په ځانګړي ډول د «دلو« سیمې رایې دې وڅېړل شي.

دا چې د دغه مرکز رایې وڅېړل شوې او کهنه؛ پکتیکا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر مشر فهیم صمیم وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت د مکتوب د ګونګوالي په دلیل، هغوی د بایومتریک دستګاه دوسیه د ډېرو څېړنو لهپاره د پکتیکا څارنوالۍ ته استولې؛ خو تراوسه پورې دې برخې کې پرېکړه نهده شوې.
د ښاغلي صمیم په وینا، د پکتیکا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بدر ښوونځي د رایورکولو مرکز رایې باطلې اعلان کړي؛ خو مرکزي کمېسیون د دوی د پرېکړې خلاف د دغه مرکز رایې سپینې بللې دي.
د دې ترڅنګ، نور سندونه ښيي چې د پکتیکا له مخکښو نوماندانو خالداسد ـ چې وروستي نوملړ ته یې لاره پیدا کړې ـ د ځمکو په غصب هم تورن دی.
د سلاموطندار موندنې ډاګیزه کوي چې د پکتیکا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دارالانشا امر محمدفهیم منګل له عدلیې ریاسته غوښتي چې د ځمکو غصب او د خپلسرو وسلهوالو لرلو په اړه د خالداسد او محمودخان سلیمانخېل جرمي مخینې په تړاو مستند معلومات وړاندې کړي.

د پکتیکا عدلیې ریاست هم د دې مکتوب په ځواب کې لیکلي دي چې محمودخان سلیمانخېل دغه بنسټ کې هېڅ ډول دوسیه نهلري؛ خو خالداسد ښرنې ښار کې د ښاروالۍ پارکینګ د ځمکې په غصب تورن دی چې دوسیه یې عدلي او قضايي بنسټونو کې تر څېړنو لاندې ده او تراوسه نهده نهايي شوې.
د دې ترڅنګ د پکتیکا د ځمکو ادارې هم د پکتیکا ولایت مقام ته د مکتوب په استولو سره د ځمکې غصب څرنګوالي په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دولتي ځمکو دې ودانیزو چارو مخه ونیسي.
لهدې وروسته جنايي مدیریت د پکتیکا لومړۍ امنیتي حوزې ته د مکتوب په استولو سره د کار درولو غوښتنه کړېده.
دې سره جوخت د پکتیکا له استېناف محکمې د دغه ولایت ښاري محکمې ته بل لېږل شوی مکتوب ښيي چې د دې دوسیې څارنوال حقایقو ته له کتو پرته دولتي ځمکې شخصي ثابتې کړېدي.
د دغه مکتوب یوه برخه کې لیکل شويدي: «له پورته ذکر شویو رسمي معلوماتو داسې ښکاري، کومه ځمکه ـ چې د بایع حاجي محمدرفیق ولد قلمخان او شېرافضل ولد نورمحمد، قوم عمرانخېل له لوري پر خالد ولد اکبرخان پلورل شوې ـ دولتي ملکیت په اثبات رسېدلې ده.»

خو له پکتیکا ولایته بریالی نوماند خالداسد ـ چې د دغو سندونو پراساس د بایومتریک دستګاه پرغلا او د ځمکې پر غصب تورن دی ـ د دغو تورونو په ردولو سره وايي، د ولسي جرګې ځېنو پخوانیو غړیو چې خپله په فساد ککړ دي ـ ده ته دا دوسیه جوړه کړېده.
د هغه په وینا، دی د دې ځمکې شرعي قباله لري او همدارنګه د پخواني ولسمشر حکم هم لري چې دا ځمکه د ده شخصي ملکیت ثابتوي.
دې سره د افغنانستان رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا اوس ـ اوس ویلي، د ټاکنو لهپاره د بایومتریک له ۲۲ زره دستګاوو، ۵ زره یې له پاوربانکونو سره ورکې شوېدي.
ورته مطالب:
په سرپل کې یو نوماند د خپل پلار په زور په مخکښانو کې راغلی





