
د هرات امنیې قوماندانۍ نن پهدې ښار کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو د ډېروالي د مخنیوي په پار د نرانو له لوري په پټو او دستمال باندې مخ پټول منع اعلان کړی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وايي چې په پټو او دستمال باندې د مخ پټول د دې ښار د اوسېدونکیو په منځ کې د وېرې پيداکولو سبب شوېدي او د سر او صورت په پټولو سره هېڅ نر نهشي کولی چې په ښار کې وګرځي.
ښاغلی وليزاده وايي، د پولیسو څېړنې ښيي چې د جنايي جرمونو او غلاوو پر مهال ډېرو غلو مخونه په څادر پټ کړي او له خلکو یې غلاوې کړېدي.
د هغه په خبره، د هرات امنیې قوماندانۍ د ښار ټولو امنیتي حوزو ته امر کړی، د هغو اشخاصو پر وړاندې ـ چې له مخه د څادر او دستمال په تاوولو سره هڅه کوي غلا او جنايي جرمونه ترسره کړي ـ جدي چلند وکړي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې په یوه ورځ کې یې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو په تړاو ۱۰۰تنه نیولي دي.





