د سره صلیب د ټولنو نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې نن دوشنبې د (اپریل پر ۳مه) کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۲۰۱۶ کال د طبيعي پېښو په اړه کلنې راپور خپور کړ.
پهدې راپور کې راغلي، چې پهدې کال کې په ټوله نړۍ کې د زلزلو، سېلابونو د ځمکو ښویېدلو ۶۰۰ بېلابېلې طبیعي پېښې رامنځته شوېدي. د راپور د معلوماتو لهمخې پهدې پېښېو کې له ۳۲ زرو ډېر وګړي مړه شوي او ۷،۳ میلیارده خلک ترې متاثره شوي دي.
غونډې ته د دولت په چارو کې پېښو ته د رسېدو وزارت وزیر ویس برک وویل، چې په تېر یو کال کې یې د سیمې او ګاونډي هېوادونه د دې لهپاره مطالعه کړيدي، چې له جیولوژیکي اړخه افغانستان ته ورته هېوادونو ته په کتو سیستم جوړ کړي، چې پارلمان ته لېږل شوی او وروسته د کابینې له تصویبه به یې د طبیعي پېښو د ښه مدریت په موخه وکاروي.
ښاغلي برمک وویل، چې د سره صلیب د ټولنو نړیوال فدراسیون رپوټ ته په کتو په افغانستان کې د ۶۰۰ پېښو له شمېرې د ۱۰۰ په شاوخوا کې پېښې رامنځته شوي، چې د دې پېښو له امله له ۴۷۰ نه تر ۴۷۳ تنو پورې مړه شويدي.
برمک زیاتوي چې د طبعي پیښو په مدریت کې افغانستان یو وروسته پاتې هیواد دی او د طبعي پیښو په ښه مدریت او مخنیوي کې نه یوازې حکومت بلکې باید خلک هم ونډه واخلي.
د طبعي پیښو په کلني رپوټ کې راغلي، پهداسې حال کې چې اړمنو هېوادونو ته ۳،۳ میلیارد ډالر په پام کې نیول شوي؛ خو لهدې شمیرې پهدې کال کې یوازې ۰،۶ سلنه لګېدلې دي.
سرې میاشتې د ټولنو د نړیوال فدراسیون رییس ویلین وویل، چې د بېړنیو پېښو څخه د مخنيوي په چارو کې بايد پانګونه وشي؛ ځکه چې دا یو اړین او ځان ژغورونکې برخه ده.
په پای کې د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل، هغه پیسې چې طبیعي پېښو ته په پام کې نیول شوي، باید په سمه توګه اړمنو کسانو ته ورورسېږي.
د دولت په چارو کې پېښو ته د رسېدو وزارت چارواکیو له خلکو او رسنیو وغوښتل، چې د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي او پهدې هکله عامه پوهاوی ورکړي.





