غزني ته استول شويو پلاوو لاسته راوړنې نه‌لرلې

د مدني ټولنې مجتمع مسوولان وايي، د غزني قره‌باغ ولسوالۍ د نېختې او شېراباد کلیو اوسیدونکیو ترمنځ د اوبو پرسر راپورته شوې لانجې حل له‌پاره لېږل شويو پلاوو د پام‌وړ لاسته راوړنې نه‌لرلې.

د دوی په خبره، د نېختې او شېراباد کلیو استوګنو ترمنځ د اوبو موجوده تاریخي او حقوقي دعوه حقوقي حل لاره او سیاسي درایت غواړي؛ خو په سیمه کې د قانون حاکمیت کمزورۍ غچ اخیستو او یرغمل نیونو ته زمینه برابره کړې ده.

د مدني ټولنو د اعلامیې پربنسټ، د دواړو کلیو اوسیدونکیو ترمنځ اختلاف هغه مهال رامنځته شو چې د شېراباد کلي یو اوسېدونکی د اوبو ګرځي له‌پاره نېختې کلي ته تللی و چې هلته ویالې ته ولوېد او ومړ. په لومړي سر کې د دواړو ولسوالیو اوسېدونکیو منلې وه چې دا یوه اتفاقي پېښه وه خو له څه موده وروسته ځینو کسانو دې مسلې ته قومي رنګ ورکړ.

د افغانستان د مدني ټولنې شبکې رییس نعیم نظري په اعلامیه کې وویل د دې لانجې په سر کې د نېختې ۱۲ اوسېدونکي یرغمل نیول شوي وو، چې څلور تنه يې د پیسو په ورکولو سره راخوشې او دوه نور يې د شکنجې له امله وژل شوي وو.

د اعلامیې پربنسټ له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د چونې، ماشي، نواباد بازار، قره‌چه، جمال او میرګ کلیو اوسیدونکي په کورني بند کې ژوند کوي.

د مدني ټولنې غړی علي فکور وايي حکومت غزني ته دویم پلاوی هم لېږلی و، خو د لانجې حل پر ځای يې هغه دوه سیمه‌ییز پولیس چې د اذوقې نه‌شتوالي له امله یې پوستې پرېښې وې له یو ملکي وکړي سره د لاسته راوړنې په توګه کابل ته راوستلي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلام‌وطندار ته وویل د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړی پلاوی له درې ورځو مذاکراتو وروسته هوکړې ته رسېدلی او د نېختې او شېراباد کلیو اوسېدونکي به هم د دې ستوزې دایمې حل په موخه خبرې وکړي.

د ښاغلي رحیمي په وینا، د دغو لانجو زیاتولو په تور دوه کسان نیول شوي او نور عاملین به يې هم ونیول شي.

د مدني ټولنې بنسټونو له حکومته وغوښتل چې د هېواد نافذه قوانینو پربنسټ د دواړو لوریو غوښتنې وڅېړي او ژرترژره دې دغه ستونزه حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام