
له هر ځانمرګي برید او چاودنې وروسته د سر زیانو سربېره د زیاتو هټیو او کورونو ښیښې ماتېږي او یوه ډېرۍ جوړوي. زیاتره خلک وايي د ځانمرګیو بریدونو او چاودنو اور د ښيښو پلور بازار ګرم کړی خو د ښیښو پلورونکي له دغه باور سره سخت مخالف دي او وايي د انجینیرۍ بڼې بدلون، د نه ماتېدونکیو ښیښو کارولو او د ښیښو سریښ د دوی بازار پیکه کړی دی.
کله چې د حاجي یعقوب له څلور لارې تېریدم سترګې مې د ماتو ښیښو پر یوې ډېرۍ ولګېدلې ورلنډ شوم دوه کسان مې ولیدل چې د ښیښو ټوټې جارو کوي. یو هټیوال هم څو کسانو سره چې پېرېدونکي نه ښکارېدل چنې وهلې، ښیښه پلورونکي له خپلو وسایلو سره راغلي و چې دوکان ته ښیښې ولګوي. دوی هټیوال ته د ۲۰ زرو افغانیو بیه کوله خو هټیوال هڅه کوله دغه بیه ۱۵ زرو افغانیو ته راټیټه کړي.
عبدالمتین چې د نوي ښار یو له پخوانیو هټوالو دی. ورسره وګړېدم نوموړي ماتې ښیښې، د شربتو، مربا او نورو خوراکي توکیو بوتلونه راوښودل په آه! يې وویل، وګوره دا زما روزګار دی.

متین اټکل کوي ۸۰ زره افغانۍ يې زیان کړی. وايي دا زیان د بازار نهشتوالي په پرتله هېڅ هم نه دی ځکه له هغه وخته چې پوه شول چې د نوي ښار سیمه ګواښ سره مخ ده او ښايي دلته برید وشي د پېرېدونکیو شمېر يې بېخي کم شو.
میر عزیز هم د عبدالمتین ترڅنګ هټۍ لري. نوموړی ټکټ پلورونکی دی او د مسافرۍ خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو کاروبار کوي. د تېرې ورځنۍ بریدونو له امله یې ټوله هټۍ يې خاورو او دوړو نیولې او د هټۍ مبل او فرنیچر يې زیانمن شوي دي.
عزیز وايي، نه یوازې بریدونه بلکې د کورونو او هټیو ښیښي هم د هېوادوالو ژوند ګواښي.
له دې ځایه د پلازمېنې ښیښه پلورنځیو ته لاړم چې پوه شم د دغو پېښو له کبله د هټیو او کورونو ښيښو ماتېدو د دوی کاروبار غوړولی که نه.

محمد قسیم چې کابل ښار کې د ښیښو یو پلورنځی لري وايي خلک باوري دي له ځانمرګیو بریدونو او چاودنو سره د ښیښه پلورو بازار ګرم دی خو داسې نه ده. له هر ځانمرګي برید او چاودنې وروسته د استوګنې کورونو خاوندان د بل برید له وېرې ښیښې نه اخلي او خپلو کړکیو ته پلاستیکونه لګوي.
له دې ټولو سره ـ سره محمد قسیم منې چې هټیوال، پلورنځي او ستر شرکتونه اړ دي ښیښې واخلي.
ضمیر چې له کلونو راهیسې ښیښې پلوري وايي، څو کاله کېږي پانګوال پلورنځيو او دوکانونو کې بېخي لږ ښیښې کاروي او کارول شوې ښیښې هم معمولا نه ماتیدونکې دي او د معمولي ښیښو په پرتله ډېر مقاومت لري.
خو ځانمرګي او چاودنې سراسر وېره او ډار نه دی د ښار په بلې څنډه کې حمید د ښیښو له ټوټو زینتي وسایل جوړوي. ۱۹ کاله کېږي نوموړی انتیک فروشي لري او وايي له ښیښو پلورنځیو د ښیښو ټوټې اخلي او ترې سنیګاریز توکي جوړوي.

نوموړي هم د خپل کاروبار له پیکهوالي شکایت کوي او وايي پخوا يې ان د واټونو سر له ښیښو اثار جوړول خو په وروستیو دوو درېیو کلونو کې د ښیښو جوړونې او سینګاریزو توکیو صنعت بازار بېخونده شوی دی.
په وروستیو دوو یا درېیو کلونو کې کابل ښار د څوو ځانمرګیو بریدونو شاهد و. ښايي له هرې چاودنې او ځانمرګي برید وروسته د پلازمېنې اوسېدونکیو ذهن کې د چاودنې وېرونکی غږ، ښیښو ماتېدل او د خلکو چیغې او فریاد انځور وي.





